لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فيفا د پاکستان غړيتوب معطل کړی


د غړيتوب معطل کېدو وروستو د پاکستان د فټ بال قامي لوبډله او کلب لوبډلې په هيڅ يو نړيواله دستوره کې برخه نشي اخستی.
د غړيتوب معطل کېدو وروستو د پاکستان د فټ بال قامي لوبډله او کلب لوبډلې په هيڅ يو نړيواله دستوره کې برخه نشي اخستی.

د فټ بال نړيوال تنظیم فيفا د پاکستان فټ بال فېډرېشن (پي اېف اېف) غړیتوب معطل کړی دی.

د چهارشنبې په ورځ فيفا په يو بيان کې ويلي د پاکستان فټ بال فېډرېشن غړيتوب يې ځکه معطل کړی چې د فېډرېشن په ماموريتونو کې "درېم فريق پرله پسې غېر ضروري لاس وهنه" کوي.

فيفا ويلي د پاکستافټ بال فېډرېشن دفتر او اکاؤنټونه اوس هم د عدالت لخوا ټاکل شوي يو چارواکي په لاس کې دي او دا د فيفا د قوانينو سرغړونه ده.

د غړيتوب معطل کېدو وروستو د پاکستان د فټ بال قامي لوبډله او کلب لوبډلې په هيڅ يو نړيواله دستوره کې برخه نشي اخستی.

دغه ډول د پاکستان فټ بال فېډرېشن او دې سره اړونده لوبغاړي يا چارواکي هم د فيفا يا ايشين فټ بال کنفډرېشن په کوم پرمختيايي پروګرام ، کورس، روزنه يا بل کوم پروګرام نه ګټه پورته کولی شي.

د لاهور هائيکورټ په حکم يو پخوانی جج دا وخت د پاکستافټ بال فېډرېشن ماموريتونو ګوري او مشري يې د هغه په لاس کې ده.

د فيفا د قانون ترمخه د ملک د فټ بال فېډرېشنې په خپلو کارونو کې ازادې وي او هغه د حکومت د واکه ازادې کېدل پکار وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG