لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې د اسلام اباد دپرلت وهنې پخپله نوټس اخستی


تيرو اوولسو ورځو نه دتحريک لبيک يا رسول الله او سني تحريک فعالین اسلام اباد فيض آباد  کښي احتجاجي ناسته کوي
تيرو اوولسو ورځو نه دتحريک لبيک يا رسول الله او سني تحريک فعالین اسلام اباد فيض آباد  کښي احتجاجي ناسته کوي

په پاکستان کې دمذهبي تنظيمونو لخوا اسلام آباد کښي احتجاجي ناستې ختمولو د پاره دمخالفو ډلو مشر خورشيد شاه د پوځ رابللو غوښتنه کړې ده اؤ سترې محکمې هم ددغه پرلت وهنې پخپله نوټس اخستی.

تيرو اوولسو ورځو نه دتحريک لبيک يا رسول الله او سني تحريک فعالین اسلام اباد فيض آباد کښي احتجاجي ناسته کوي چي له وجي یې د اسلام آباد او راولپنډي ښار مرکزي سړکونه تړل شوي دي.

د سه شنبې په ورځ دپاکستان سترې محکمې ددې احتجاجي ناستې نوټس اخستی او دکورنیو چارو اؤ ددفاع دسکترانو ترڅنګ یې داسلام آباد انتظاميې اؤ دپنجاب پوليسو نه دوو ورځو کښي ځواب غوښتی دی.

د عدالت وينا ده چې څنګه يو څو زره خلکو د لکونو خلکو دتګ راتګ مخې ته خنډان اچولي

د سترې محکمې ددوه کسيزه بينج دجسټس فايز عيسې وينا وه چي دې ناسته کښې موجود خلک د نورو پحقله کومه ژبه استعمالوي د هغي خو نه مذهب اجازت ورکوي او نه قانون.

بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر خورشيد شاه ويلي دي د احتجاج ختمولو دپاره بايد حکومت پوځي مشرانو سره خبره وکړي ځکه چي دا د حکومت آيني حق دی چي پوځ رابللی شي.

دسترې محکمې نوټس نه وړاندې اسلام هائیکورټ هم حکومت ته دزيارت دورځې پورې مهلت ورکړی چي دا ناسته ختمه کړي خو حکومت دریځ لري چې دخبرو اترو دلارې دغه احتجاجي ناسته ختمول غواړي.

دحکومت او دغو مذهبي تنظيمونو تر مينځ داحتجاجي پرلت وهنې ختمولو دپاره څو ځل مذاکرات هم شوي دې خو څه نتیجه یې ځکه نه ده ورکړې چي دختم نبوت په معامله راپاریدلي دغه مظاهرچيان د قانون دمرکزي وزير زاهد حامد د استعفي په غوښتنه کلک ولاړ دي.

بلخوا د سه شنبې په ورځ د روالپنډي ښار تاجرانو هم دحکومت پر ضد مظاهره کړې ده او ويلي یې دي دلارو تړلو له وجي ددوي کاروبار تباه شوی دی او که چري حکومت دا لارې نه پرانزي نو بيا به دا تاجران د راولپنډۍ ښار لارې هم وتړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG