لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د نوي کال سره د پټرولو نوي سېوا کړی شوي نرخونه


د پاکستان د پټروليم وزارت د نوي کال ۲۰۱۸م دپاره کال د جنورۍ د میاشتې دپاره د تېلو نرخونه سېوا کړي چې ترمخه يې د پټرولو يوليټر نرخ څلور روپۍ او شپږ پېسې سېوا شوی دی.

په تېلو سېوا کړی شوی نرخ نن د کال ۲۰۱۸م د جنورۍ د لمرۍ نېټې نه عملي شوی دی.

د تېلو او ګېس ريګولېټري اتارټۍ( اوګرا) د تېلو د مصنوعاتو د نرخونو سېواکولو سمري وزيراعظم شاهدخاقان عباسي ته لېږلې او د وزيراعظم سلاکار مفتاح اسماعيل ويلي ښاغلي عباسي پکې د اوګرا د وړانديز په نيمه کموت کړی دی.

د اوګرا ترمخه د پټرولو په يو ليټر کې څلور روپۍ شپږ پېسې سېوا کړی شوي او دې سره د يو ليټر پټرولو نرخ ۸۱ روپو او ۵۳ پېسو ته رسېدلی دی.

د ډيزلو په يو ليټر کې درې روپۍ ۹۶ پېسې سېوا کړی شوي او د هايي سپيډ ډيزلو د يو ليټر نرخ ۹۱ روپو او ۵۳ پېسو ته رسېدلی دی.

د لايټ سپيډ ډيزلو په يو ليټر کې د شپږو روپو او ۲۵ پېسو سېواکولو سره دغه نرخ ۵۸ روپو او ۳۷ پېسو ته او د خاور په تېلو کې شپږ روپۍ ۷۹ پېسې سېوا کړی شوي او يوليټر د۶۴ روپو ۳۰ پېسو ته لوړ شوی دی.

د وزيراعظم د ماليې سلاکار مفتاح اسماعيل ويلي وزیراعظم د اوګرا په سپارښتنه د تېلو د نرخونو سېوا کولو منظوري ورکړې ده، هغه ويلي په تېلو ټېکسونه په خپل ځای ساتل شوي دي.

نوموړي ويلي په نړيوال بازار کې د هم د تېلو نرخونه لوړيږي خو د هغې باوجود پاکستان کې د هند، بنګله دېش او ترکي په پرتله د تېلو نرخونه کم دي.

په پارليمان کې د مخالفه ګوندونومشري کوونکي ګوند پاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمېن بلاول بټو زرداري د مسلم ليګ (ن) د حکومت غندنه کړې چې د تېلو نرخونه یې سېوا کړي دي.

نوموړي نرخونو سېوا کولو ته د اولس دښمني ويلې او ګواښ يې کړی حکومت دې سېوا کړي نرخونه نيم راکم کړي کنه په ضد به يې احتجاجونه پېل کړي.

په ټولنيزو رسنیو هم په حکومت سخت ټکونه شوي چې اولس ته يې د نوي کال ډالۍ د تېلو د ګران نرخ په توګه وړاندې کړه.

پاکستان کې هره میاشت کې د تېلو نوي نرخونه ټاکل کيږي. خو دلته دا نيوکه هم کيږي چې په نړيوال بازار کې کله د تېلو نرخونه کميږي د هغې سره دلته نرخونه نه کميږي.

په تېر ۲۰۱۷م کال کې پاکستان کې شپږ واره د تېلو نرخونه سېوا کړی شوي وو.

د تېلو د نرخونو سېوا کېدو سره د خوراکي توکو ترڅنګ د نورو ټولو څيزونه نرخونه لوړيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG