لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د صدر ټرمپ نيوکو ته رسمي ځواب وايي


د پاکستان د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ نن د مرکزي کابينې او سبا د ملي امنيت د کمېټۍ غونډې کيږي چې د امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ په پاکستان نيوکو ته پکې رسمي غبرګون وويل شي.

د دولتي رسنۍ ترمخه د وزیراعظم په مشرۍ نن د نهې، سه شنبې په ورځ په د مرکزي کابينې غونډه کيږي، چې پکې د نورو امورو د خبرو ترڅنګ په ملي امنيت هم غور کولی شي.

سبا د شورو، چهارشنبې په ورځ هم د وزيراعظم عباسي په مشرۍ د ملي امنيت د کمېټۍ غونډه رابلل شوې ده، په دغه غونډه کې به د بهرنو چارو وزیر، د کورنو چارو وزیر، د دفاع وزير د وسله والو ځواکونو مشران ګډون کوي.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د ګل،دوشنبې په ورځ د ۲۰۱۸م کال په خپل لمړي ټويټ کې په پاکستان سختې نيوکې کړي او خبرداری يې ورکړی دی.

صدر ټرمپ ويلي، "د امریکې د اربونو ډالرو د امداد په ځواب کې پاکستان یوازې د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی".

صدر ټرمپ د امریکې په حکومتي مشرانو هم تنقیدکړی او ويلي يې دي په تیرو ١٥ کلونو کې د امریکې حکومتونو په بې وقوفۍ کې پاکستان ته ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي".

صدر ټرمپ ويلي د امریکايي امداد په بدل کې پاکستان "مونږ ته د دروغو او درغلۍ نه علاوه هیڅ نه دي راکړي، زمونږ مشران یې بې وقوفان گڼل".

امریکايي صدر زیاته کړي پاکستان "هغه ترهګرو ته پناه ورکړې ده چې مونږ یې په افغانستان کې تعقیبو، خو څه مرسته یې نه ده کړې اوس به نور داسې نه وي".

د صدر ټرمپ د ټویټ په ځواب کې د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف په سمدستي توګه په ټويټر خپل پېغام کې ویلي،چې پاکستان به زر د امریکايي صدر وینا ته ځواب اووايي او "دنیا به د حقیقت نه خبر کړي، د حقایقو او د داستان فرق به ووښایو".

د پاکستان ځايي رسنيو خبر ورکړی چې د پاکستان د بهرنو چارو دفتر په اسلام اباد کې د امریکا سفير ډېوډهېل راغوښتی او د پاکستان ضد د صدر ټرمپ په بيان يې ورته احتجاج ریکارډ کړی دی.

راپورونه وايي ډېوډهېل ته ويل شوي چې صدر ټرمپ په پاکستان غلط تورونه لګولي دي.

د امريکې صدر ډونلډ د اګست په مياشت کې د افغانستان او د جنوبي اسيا دپاره د خپل حکومت په نوې اعلان کړې تګلاره او بيا تېره مياشت د امريکا د ملي امنيت په اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سخت ټکونه کړي وو چې په پاکستان په خپله خاوره ترهګر ساتي او امريکا به نوره په دغسې کولو غلې پاتې نشي.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي وار په وار دغه دريځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو شبکو په ضد بې طرفه عمليات کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG