لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیسو ته دنقیب مسید په وژنه دتورن راؤ انوار دنیولو حکم شوی


دپاکستان دسندهـ ایالت دپولیسو مشر ای ډي خواجه محکمې نه پشي شا د نقیب مسید په وژنه د تورن پولیس افسر راؤ انوار د نیولو امر کړی چې له هغې وروسته پولیسو دهغه نیولو دپاره چاپې وهل پیل کړي دي.

نقیب مسید په ۱۳مه جنورۍ کراچۍ کې دپولیسو په یوه نقلي مقابله کې وژلی ؤ، دهغه له وژنې وروسته دملیر دپولیسو مشر یا ایس ایس پي‌ راؤ انوار میډیا ته ویلي وؤ نقیب مسید د ترهګرو ډلو سړی ؤ.

په سوشل میډیا دنقیب مسید د وژنې دسختې غندنې وروسته ددغه پیښې دپلټنو دپاره جوړې کړل شوې دلوړ پوړو پولیس مشرانو کمیټۍ پخپلو پلټنو کې نقیب مسید بې ګناه ګرځولی اؤ دنقیب مسید پلار د هغه د وژنې مقدمه د پولیس افسر راؤ انور په ضد درج کړې ده.

د چهارشنبې په ورځ د سندهـ دپولیسو مشر یا ایي جي ای ډي خواجه پولیس ته امر کړی چې دنقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار ونیسي.

دنقیب الله د وژنې په پلټنو مامور یو لوړ پوړی پولیس مشر یا ډي ایي جي سلطان خواجه مطبوعاتو ته ویلي د راؤ انور نیولو دپاره ټولې قانوني تقاضي بشپړې کړل شوي دي اؤ اوس پولیسو دهغه دنیولو دپاره ځایې پځایې چاپې وهي.

هغه وویل تیره شپه هم پولیسو په داسې ګڼ شمیر ځایونو چاپې وهلي دي چرته چې د راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې دنورو پولیسو دموجودیت راپورونه وؤ.

پولیس وایي د راؤ انوار دنیولو دپاره به د کراچۍ دپولیسو یوه ډله اسلام اباد ته هم لیږي ځکه چې د راؤ انوار اسلام اباد کې د موجودیت قوي احتمال دی .

د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انور اوړمه شپه د اسلام اباد دهوایي ډګر دلارې دوبۍ ته د تښیتدو هڅه کړې وه خو دایف ایي ای ځواکونو د سفر اجازه نه وه ورکړې اؤ‌ هغه یې دائیر پورټ نه ستون کړی ؤ.

دپاکستان سترې محکمې هم دنقیب مسید د وژنې پخپله نوټس اخستی اؤ په ۲۷مه جنورۍ یې راؤ انوار ته په ذاتي توګه محکمې ته د وړاندې کیدلو امر کړی دی،

ددې ترڅنګ د سترې محکمې په امر د کورنیو چارو د وزارت لخوا د راؤ انور نوم په ایګزټ کنټرول لسټ کې اچول شوی تر څو دهغه هیواد نه دباندې د وتلو مخه ونیول شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG