لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلخ کې د پښتون لاريون په ملاتړ او پاکستان ضد احتجاجي مظاهره شوې


کابل کې د پاکستان ضد مظاهرې عکس
کابل کې د پاکستان ضد مظاهرې عکس

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولايت (صوبې) د ولايتي شورا غړو، سياستمدارو، ديني عالمانو او قامي مشرانو په اسلام اباد کې د پښتون لاريون په ملاتړ او پاکستان پرضد د يکشنبې، اتوار په ورځ احتجاجي مظاهره کړې ده.

د بلخ په مرکز مزار شريف کې دغه احتجاجي مظاهره په داسې حال کې شوې چې د اسلام اباد لاريون د شنبې په ورځ وروستو له هغې ځنډول شوی چې د پاکستان دولت يې غوښتنې په ليکلې بڼه منلي دي.

پښتون لاريون د جنورۍ په ۲۶م د ډېره اسماعيل خان نه د پينځه ؤ غوښتنو سره په خپلو پښو اسلام اباد ته روان شوی او د فرورۍ د لمړۍ نه نېټې نه يې په اسلام اباد کې د نيشنل پرېس کلب مخې احتجاجي ناسته پېل کړې وه.

په دغه احتجاجي ناسته کې نه يواځې د پاکستان د بېلابيلو برخو څخه خلک شامل وو بلکې افغان صدر اشرف غني هم د پښتون لاريون د ملاتړ پېغامونه ورکړي او په کابل کې يې په ملاتړ کې مظاهرې هم شوې وې.

د لس ورځنۍ ناستې وروستو د پاکستان دولت د لاريون کوونکو پينځه غوښتنې ومنلې او په ليکلې بڼه یې ورته د عملي کولو باور ورکړی خو د لاريون مشرانو ويلي که منل شوې غوښتنې يې عملي نه شوې میاشت وروستو به د ټول ملک څخه غټ لاريون کوي.

د اسلام اباد لاریون پينځه غوښتنې، (( ١ـ د نقيب الله مسید قاتل (راؤانوار) دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي ۲ـ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې قتلونه کول بند کړي۳ ـ بې درکه کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي۴ ـ په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه وروستو کرفیو (ګرځ بندیز) نه لګول کیږي۵ ـ په فاټا کې دې ځمکني ماینونه (ښخ کړي بمونه) صفا کړی شي))

د افغان مطبوعاتو ترمخه په مزار شريف کې شوي لاريون کې هم د پاکستان د قبايلي سيمو وګړو ته د دوي د حقونو غوښتو ملاتړ شوی دی.

د پاکستان قبايلي سيمې د ډېورنډ د کرښې نه پاکستان لوري ته پرتې دي.

دغو لاریون کوونکو د لر او بر يو افغان، پښتانه ترهګر نه دي، پښتون يو اولس شعارونه کول او دغه ډول نعرې به د اسلام اباد په لاريون کې هم وهل کېدې.

د مزار شريف لاريون کوونکو په پښتنو د خپل دښمن پېژندنې او پرضد يې د يو والي غږ کړی او په پاکستان یې سختې نيوکې کړي دي چې اسلامي ملک دی خو د ګاونډي افغانستان سره یې اړیکې د ګاونډيتوب په څېر نه دي ساتلي تل يې پرې ګوزار کړی دی.

په لاريون کې د پاکستان د پنجاب صوبې نوم اخستل شوی چې په پښتنو ظلم کوي بايد پښتانه د دغو ظلمونو پرضد مزاحمت پېل کړي.

د اسلام اباد د پښتون لاريون مشرانو ويلي يواځې پينځه غوښتنې منل نه دي پښتانه د ډېرو ستونزو سره مخ دي او د خپلو حقونو ترلاسه کېدو دپاره به خپلې پُرامنه مبارزې ته دوام ورکوي.

د مزارشريف احتجاج کوونکو د خپل اولسمشر اشرف غني مننه کړې چې د اسلام اباد د لاريون د ملاتړ غږ يې پورته کړی او دوي په نړيوالو د پاکستان ترهګر بللو غږ هم کړی دی.

د ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان قبايلي سيمې نه يواځې نزدې د تېرې يوې لسيزې راهسې د بدامنۍ ښکار دي استوګن يې په کډو کولو مجبور شوي بلکې دغه سيمه د انګرېز د زمانې جوړ اېف سي ار قانون لاندې ده.

اېف سي ار ته د سيمې استوګن تور قانون وايي د کوم لاندې چې دوي ته د اپيل، دليل او وکيل حق نشته او قبايلي اولس وايي د پاکستان د نورو برخو د وګړو په رنګ بنيادي بشري حقونو څخه بې برخې ساتل شوي دي.

قبايلي اولس د تېرو څو کلونو راهسې د سيمې نه د اېف سي ار قانون ختمولو او په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملېدو دپاره مبارزه کوي خو تراوسه پورې د پاکستان دولت د سيمې د راتلونکې په اړوند پرېکړه نه ده کړې.

د مزارشريف د احتجاجي مظاهرې نه وړاندې په کابل کې هم څو ځله د پاکستان پرضد لاريونونه شوي او د پاکستان ضد نعرې پکې وهل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG