لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال فشارونه:پاکستان دترهګرو ډلو په ضد لاس،پښې وهل پیل کړي


دپاکستان مرکزي کابینې په ګرد هیواد کې دناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو دفعالیتونو اؤ هغوئ سره دکیدونکو مالي مرستو دمخنیوي دپاره نوي قوانین تصویب کړي چې له مخې به یې اوس د ترهګرو پنګې کنګل کولی یا هم دولت پخپل تحویل کې اخستی شي.

په عین حال کې دپنجاب حکومت د تندروه ډلې جماعت الدعوه ددیني مدرسو اؤ طبي مراکزو په خپل تحویل کې داخستلو کار پیل کړی اؤ دچهارشنبې په ورځ یې ددغه ناچله ګرځول شوې ډلې د یوې دیني مدرسې ترڅنګ د صحت څلور مرکزونه هم پخپل واک کې اخستي دي.

پاکستان د تندروه ډلو په ضد دغه ګامونه وروسته له هغې اخستي چې په میډیا دامریکا لخوا دپاکستان دنوم دترهګرو ډلو دملاتړو هیوادونو په فهرست کې د شاملولو ګنګوسې مخې ته راغلې.

امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې په ډاګه کړې چې په پاکستان به دترهګرو ډلو دمرستو نه دلاس راښکلو په غرض خپل فشارونه سیوا کوي.

دپاکستان یو لوړپوړي چارواکي تیره ورځ ویلي وؤ دامریکا دمالي سرچینو دڅار اداره پلان لري چې دپاکستان نوم دهاغو هیوادونو په قطار کې شامل کړي چې ترهګرو سره مرستې کوي.

دچهارشنبې په ورځ دپاکستان دوزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ دکابینې غونډه کې دترهګرۍ دمخنیوي (کنګل اؤ ضبط)دقانون ۲۰۱۸م منظوري ورکړل شوې ده.

له دې یوازې درې ورځې وړاندې دپاکستان صدر ممنون حسین د ترهګرۍ دمخنیوي قانون ۱۹۹۷ کې دبدلون په مسوده لاسلیک کړی ؤ چې دهغې له مخې به اوس دملګرو ملتونو لخوا ناچله ګرځول شوې ډلې اؤ کسان دپاکستان دننه هم دقانون منګولو ته کش کول کیږي.

مرکزي کابینې چې دترهګرۍ دمخنیوي کوم نوی قانون منظور کړی سرچینې وایي دهغې په اساس به دپاکستان دولت کولی شي چې دترهګرو ډلو اؤ کسانو بانکي حسابات کنګل یا پخپل تحویل کې واخلي.

دامریکا لخوا په پاکستان دترهګرو د مرستې نه دلاس اخستو دفشارونو سیوا کیدلو سره سم د پنجاب په پینډۍ ښار کې د ناچله ګرځول شوې تندروه ډلې جماعت الدعوه دحدیبیه په نوم د یوې دیني مدرسې اؤ د څلورو طبي مرکزونو دحکومت لخوا پخپل تحویل کې داخستل کیدو خبرونه هم مخې ته راغلي دي.

دپاکستان حکومت په دې وروستیو کې ټول قام ته اعلانونه کړي چې ناچله ګرځول شوؤ ډلو ته چندې یا نورې مرستې ورنکړي.

دپینډۍ ډپټي کمشنر طلعت محمود ګوندل مطبوعاتو ته ویلي چې دجماعت الدعوه دیني مدرسې اؤ طبي مرکزونه. اوس د اوقافو دمحکمې واک کې ورکړل شوي دي اؤ ډیر زر به په نورو سیمو کې هم ورته ګامونه واخستل شي.

په پاکستان تور دی چې پخپل هیواد کې یې ترهګرو ډلو ته دفعالیتونو مخه پرانستې پریښې اؤ دغه دترهګرې ډلې په افغانستان اؤ هند کې ورانکاري کوي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي وایي چې دترهګرو ډلو مخه یې په کلکه نیولې ده.

تیره میاشت دامریکا په پاکستان خپلې ټولې د خواوشا دوؤ اربو ډالرو پوځي مرستې تړلې وې اؤ شرط یې ایښی ؤ چې دغه مرستې به پاکستان ته تر هغې نه ورکړل کیږي ترڅو چې یې خپله خاوره کې دموجودو ترهګرو ډلو په ضد رغنده ګامونه نه وي اخستي.

خو ولې اوس دامریکا سینیټ نه دا غوښتنه هم شوې چې باید په پاکستان غیر پوځي مرستې هم وتړل شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG