لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که د بجلۍ او ګېس ټول واک صوبو ته ورکړی کيږي زياته ګټه به د چا وي؟


د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي څلورو واړو صوبو ته وړانديز کړی چې د بجلۍ او ګېس پيداوار، انتقال او د وېش زمه واري په خپله سمبال کړي.

وزيراعظم د ګډو ګټو د کونسل (کونسل اف کامن انټرسټ) په غونډه کې دغه وړاندېز د خېبرپښتونخوا او سندهـ صوبو اعلا وزيرانو قبول کړی، د پنجاب صوبې استازې پرې تحفظات وړاندې کړي او د بلوچستان اعلا وزير پرې غلی پاتې شوی دی.

د وزيراعظم په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې د خېبرپښتونخوا وزیراعلی پروېزخټک، د سندهـ وزيراعلی مرادعلی شاه، د بلوچستان وزیراعلی عبدالقدوس بزنجو او د پنجاب د خزانې وزېرې عايشه غوث پاشا ګډون درلود.

عباسي څلورو واړو صوبو ته په دغه اړوند د کونسل په راتلونکې غونډه کې په ليکلې بڼه د خپل ځواب وړاندې کولو لارښوونه کړې ده.

څيړونکي وايي که د بجلۍ او ګېس واک د صوبو سره شو نو دا په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا په ګټه تماميږي او پنجاب يې ځکه مخالفت کوي چې پنجاب بجلي او ګېس کاروي تر ټولو سېوا خو توليد(پېداوار) يې د نشت برابر دی.

د اقتصادي چارو کارپوهه فداحسېن وايي دا ښه پرمختګ دی که عملی شي ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل،

"اوس چې دوي (صوبو) ته د توليد او وېش واک ورکوي نو دا ډېر ښه ګام دی په ځانګړي ډول چې خېبرپښتونخوا نه يواځې چې بجلي پېدا کوي بلکې د ضرورت نه زياته بجلي کوي دغه شان ګېس هم د دې صوبې سره د ضرورت نه سېوا دی او سندهـ صوبې سره هم ګېس دی".

هغه وويل په ۱۸م اييني بدلون کې صوبو ته د بجلۍ زيات توليد ورکړی شوی دی او زياته يې کړه بايد د بجلۍ زمه واري دې په ضلعي کچه ورکړی شي ترڅو د بجلۍ بحران کم شي.

فداحسېن وويل صوبو ته د بجلۍ د واک سره يوه ګټه دا هم ده چې په صوبو کې به د بجلۍ د غلا تپوس کيږي اوس که بجلي غلا کيږي نو صوبه وايي زور يې مرکز ته رسي او که زمه واري د صوبې په خپله غاړه شي نو بيا به يې تپوس کوي په دې مد کې به هم ګټه کيږي.

خبريال خليق کياني وايي "خېبرپښتونخوا او سندهـ ګېس او تېل توليدونکې صوبې دي او خېبرپښتونخوا سره بيا دا اضافي ګټه ده چې د اوبو نه د بجلۍ توليدولو ښې موقعې لري او که دوي دواړو ته دا پوره واک ورکړی شي نو دا د دوي په ګټه ده".

هغه دا هم وويل وړاندې صوبو سره د بجلۍ د توليد څه نا څه واک په لاس کې ؤ خو وېش يې د مرکز سره ؤ اوس که دغه واک هم صوبو ته ځي نو نه يواځې د دې نه به صوبې مالي ګټې ترلاسه کړي بلکې په دغسې کېدو به د بجلۍ خپل انتظام هم برابر کړي.

نوموړي وويل پنجاب ځکه په دغسې کېدو نه ده خوشحاله چې د بجلۍ او اوبو مصرف يې زیات دی او توليد يې د نشت برابر دی.

پاکستان کې د اوږدې مودې نه د بجلۍ يا توانايۍ بحران دی او په داسې کې بيا د صوبو د مرکز سره هر وخت تاؤتريخوالی روان وي په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا وايي بجلي تر ټولو زياته پېدا کوي او دغه رنګ نورې موقعې هم لري خو مرکز حکومت نه خو د صوبې خپله بجلي دوي ته ورکوي او نه ورته د نورې بجلۍ جوړولو واک ورکوي.

خو څيړونکي په دې نظر هم دي چې د دغه وړانديز نه داسې هم څرګندونه کيږي چې په ملک کې عام انتخابات رانزدې دي او وزيراعظم د ووټونو اخستو دپاره دغه خبره کړي وي څنګه چې د پيپلز ګوند تېر حکومت د انتخاباتو نه وړاندې د سرايکي يا جنوبي پنجاب صوبې خبره کړې د کومې چې بيا نوم نه دی اخستی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG