لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پلټنو کې راؤ انوار د نقیب مسید د وژنې ذمه وار ګرځول شوی


دنقیب مسید د وژنې پلټنو دپاره د دپاکستان دسترې محکمې لخوا جوړې کړل شوې ګډې پلټنیزې ډلې پخپلو پلټنو کې دملیر سیمې دپولیسو پخوانی افسر راؤ انوار دنقیب مسید اؤ دریوؤ نورو کسانو د وژنې ذمه وار ګرځولی دی .

دجنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ۲۷کلن پښتون ځوان نقیب مسید اؤ دهغه سره درې نور کسان په ۱۳مه جنورۍ په کراچۍ کې پولیسو دترهګرو تر نامه لاندې وژلي وؤ چې دهغوئ د وژنې پسر وروسته په ګرد هیواد کې سخت احتجاجونه شوي وؤ.

دپاکستان ډان ورځپانې ویلي د راؤ انوار نه پلټنو دپاره جوړې شوې ډلې د سندهـ صوبې دپولیسو دمرستیال مشر یا ای ایي جي ډاکټر افتاب احمد پټان په مشرۍ کې خپلې پلټڼې سرته رسولي دي اؤ په دغو پلټنو کې یې راؤ انوار د نقیب مسید د وژنې ذمه وار ګرځولی دی.

دنقیب مسید د وژل کیدو نه وروسته د سندهـ دپولیسو د مشر ای ډي خواجه په امر جوړې شوې پلټنیزي ډلې هم پخپلو پلټنو کې د پولیسو مقابله جعلي ګرځولې وه اؤ راؤ انوار اؤ دهغه دډلې نور پولیس یې ددغه جعلي مقابلې ذمه وار بللي وؤ خو راؤ انوار په دغو پلټنو بې باوري ښکاره کړې وه.

د راؤ انوار له نیول کیدو وروسته په ۲۱م مارچ دپاکستان سترې محکمې دهغه نه پلټنو دپاره دیوې بلې پلټنیزې ډلې د جوړولو امر کړی ؤ.

ډان ورځپانه لیکي چې دغه پلټنیزې ډلې پخپلو څو غونډو کې د راؤ انوار دبیانونو اخستو ترڅنګ دهغه ځایې لیدنه هم کړې ده چرته چې نقیب مسید اؤ درې نور زلمي د پولیسو مقابله کې وژل شوي وؤ.

ورځپاڼه وایي چې دپلټنو ددغه ډلې یو غړي ورته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پلټنې سرته رسول شوي اؤ دنقیب مسید د وژنې پړه پکې په راؤ انوار اچول شوې ده.

په راؤ انوار تورونه دي چې دنقیب مسید په څیر یې په سوؤنو نور خلک هم د مخکمې نه پشي شا پځپل سر وژلي دي خو هغه دا تورونه ردوي اؤ وایي یوازې ترهګر یې په پولیس مقابلو کې وژلي دي.

راؤ انوار د۲۲م مارچ څخه د یوې میاشتې په جسماني ریمانډ دکراچۍ دپولیسو ولکه کې دی اؤ په سوشل میډیا داسې نیوکې هم مخې ته راغلي چې پولیسو هغه لکه د یو دروند میلمه د ځان سره ساتلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG