لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په یوه ورځ دوه ځله زورداره زلزلو جړقولی،۱۱ماشومان ژوبل


دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې د چارشنبې په ورځ دوه ځله زورداره زلزلي راغلې چې پکې ګڼ شمیر کچه ودانۍ غورځیدلي دخیبرپښتونخو په بنو سیمه کې ددغه زلزلې له امله لږ تر لږه۱۱ ژوبل شوي دي.

د۵.۵ شدت زلزله سحر په ۸ؤ بجو اؤ ۳۵دقیقو پیښور،مردان، چارسده، صوابۍ،سوات،مانسهره ،ډیره اسمعیل خان،بنو اؤ قبائیلي سیمو کې محسوس شوې .

ددغه زلزلې جړقونه دومره تیز وؤ چې خلک له ویرې د کورونو نه بهر وزغلیدل اؤ کلیمې یې ویلې.

سحر مهال د راغلې زلزلې مرکز دپښتونخوا د بنو سیمې څخه د شمال لوري ته ۲۰کلو میټر لرې سیمه ښودل شوې اؤ د موسمیاتو محکمه وایي چې دغه زلزله په زمه کې ۱۲ کلو میټره دننه وه.

په بنو کې ددغه زلزلې له امله د یو سکول ۱۱ ماشومان هغه مهال د ټیل ماټیل په مهال ژوبل شوي چې د زلزلې له ویرې د سکول نه بهر ته په منډه وتل.

سحرنۍ زلزلې نه وروسته ماسپښین په دریوؤ بجو اؤ ۳۴ دقیقو یوه بله زورداره زلزله په خیبرپښتونخوا، قبائیلي سیمو اؤ اسلام اباد کې راغله چې خلک یې سخت ویرؤل .

په ریکټیر سکیل ددې زلزلې شدت ۶.۴ ښودل شوی اؤ اؤ دموسمیاتو محکمه وایي چې ددغه زلزلې مرکز د افغانستان اؤ تاجکستان د پولې ترڅنګ د هندو کش غرونو لړۍ ده.

په وروستۍ زلزله کې لا د شوؤ نقصاناتو جذئیات مخې ته نه دي راغلي.

د زمکې پوهان وایي پاکستان او افغانستان داسې هېوادونه دي چې ډېرې سيمې يې د زلزلو پر کرښو پرتې دي او له همدې کبله په دغو هېوادونو کې ډېرې زلزلې راځي.

د ٢٠٠٥م کال په اکتوبر مياشت کې په پاکستان کې ډېره شدیده زلزله راغلې وه چې له امله يې په خيبرپښتونخوا کې اتيا زره ۸۰۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لږ تر لږه دوه لکه کسان پکې ټپي شوي وو. دغه زلزله چې ۷.۶ درجې وه خلکو ته یې ډېر مالي او ځاني زیانونه ور واړول او له ځان سره یې نورې ٩٧٨ وړې زلزلې یا ټکانونه هم لرل.

همدارنګه يو بله لویه زلزله چې د پاکستان په کوټه ښار کې په ١٩٣٥م کال کې راغلې وه له کبله يې شاو خوا ۶۰۰۰۰ خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG