لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد کې دروغتیا په روزنیز مرکز ډله ییز برید شوی


دافغانستان دختیز ولایت ننګرهار په سرښار جلال اباد کې وسله والو ترهګرو د روغتیا په یو رونیز مرکز ډله ییز برید کړی خو په برید کې اوښتي تلفات لا په بشپړ ډول تردې دمه نه دي څرګند شوي.

دننګرهار د ۲۰۲شمشاد ساحوي زون دپولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي وسله وال نن د خالي په ورځ شاوخوا ۱۱ نیمې بجې په جلال ابادښار کې د روغتیا د روزنې په یومرکز ور وختل اؤ ډزې یې پیل کړې.

نوموړي وویل ددغه برید دڅرنګوالي اؤ په کې داوښتي زیان جذئیات لا په لاس کې نه لري.

خودننګرهار دعامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل له ډيوه سره په خبروکې ویلي ډله ییز او ځانمرګي بریدونه د جلال ابادښار دریمې ناحیې اړوند دعامې روغتیا ریاست ته نږدې د ولسوالیو لپاره دقابله ګانو درزونې په یومرکز شوی.

انعام الله زیاته کړه په دې مرکز کې چې د قابله ګانو او نرسانو روزنې دوام درلود لومړی ځانمرګۍ برید شوی او وروسته یو شمیر وسله وال د روزنې همدې ودانۍ ته ننوتي دي.

نوموړي ویلي تردې دمه دبریدله ځایه ۴ تنه ټپیان روغتون ته درملنې لپاره لیږدول شوي دي او ګن شمیر نرسان،قا بله ګانې او دهغوی استادان د وسله والو له بریدونو ژغورل شوي او دغه لړۍ له راوانه ده.

هغه وویل"زمونږ دروزنې په مرکز وسله وال او ځانمرګۍ برید شوی،۴ تنه ټپیان را وړل شوي دي اود ۶۹ په شمیر کې زمونږ محصلین نرسان ،قابله ګانې،استادان او خدماتي پرسونل شتون درلود، اګثریت د دوی ژغورل شوي او دنورو دژغورنې هڅې روانې دي"

تر دې دمه ددغه برید پړه کومې تندروه ډلې پغاړه نه ده اخستې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG