لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان حکومت کې دلسو ورځو دننه اختلافاتو سر راپورته کړی


دبلوچستان دګډ حکومت دجوړیدو راپدیخوا یوازې دلسو ورځو دننه په دغه حکومت کې اختلافاتو سر راپورته کړی ائتلافي ګوند پاکستان تحریک انصاف تور لګولی چې دهغوئ د ګوند غړو ته د ښو وزارتونو په ورکولو سره واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټي غواړي دهغوي غړي له ګونده مات کړي.

دپاکستان تحریک انصاف صوبایي صدر سردار یارمحمد رند تور لګولی چې بلوچستان عوامي ګوند دې ته اماده نه دی چې دصوبې دګډ حکومت یو ستر ائتلافي ګوند تحریک انصاف د حکومت د برخې په توګه اومني.

د امریکا غږ اردو څانکې سره خبرو کې یار محمد رند ویلي “ پاکستان تحریک انصاف د بلوچستان عوامي ګوند بي ټیم نه دی”

هغه وویل په ۲۵مه جولایي ترسره شوؤ ټولټاکنو کې تر وروستۍ ورځې دبلوچستان عوامي ګوند مشرانو د تحریک انصاف ګوند اؤ ددې د سیاسي تګلارې مخالفت کړی ؤ خو ددې باوجود هم پي ټي ایي مشرانو له ټولټاکنو وروسته صوبه کې دبلوچستان عوامي ګوند دحکومت ملاتړ وکړو اؤ خپلې رایې یې ددغه ګوند وزیراعلی ته ورکړې.

هغه وویل “مونږ محسوس کړې ده چې دبلوچستان عوامي ګوند رویه د تحریک انصاف سره سمه نه ده اؤ پي‌ ټي ایي دصوبایي حکومت په کارکردګۍ اندېښنې هم لري،مونږ به خپلې اندېښنې د وزیراعظم عمران خان غوږونو ته رسوؤ”

هغه وویل دبلوجستان وزیراعلی دکابینې اؤ اسمبلۍ له منظورۍ پرته دشهباز شریف اؤ نوازشریف په څیر پخپل سر تړونونه کوي چې د تحریک انصاف ته د منلو نه دي.

خو د بلوچستان عوامي ګوند ویاند بیا د تحریک انصاف دا تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې دهغوئ ګوند پي‌ ټي‌ایي دحکومت برخه اؤ خپل ائتلافي ګڼي اؤ هغوئ څخه یې دغړو جلا کولو هڅې نه دي کړي.

صوبایي ویاند چوهدري شبیر امریکه غږ ته ویلي دتحریک انصاف مرکزي مشران نن هم د بلوچستان عوامي ګوند سره ملګري دي اؤ غړو ته یې کابینه کې مهم وزارتونه ورکړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG