لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني لوبغاړو ته:هیله ده داځل به دکرکټ نړیوال کپ هېواد ته پوخ راوړئ


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې د لوبغاړو څخه هیله کړې ده چې د کرکټ نړیوال جام دوه ځله په دوره یي ډول افغانستان ته راوړل شو او هیله ده چې دا ځل به یې په خپلو کارنامو دوامدار راوړئ.

دکرکټ دنړیوال جام دسیالیو کپ نن چهارشنبه افغانستان ته راوړل شوی چې دکابل په حامد کرزي هوایي ډګر یې له تود هرکلي کیدلو وروسته دغه کپ دافغانستان صدارتي ماڼۍ ته رسول شوی اؤ ولسمشر اشرف غني افغانستان کې ددغه کپ په لیدنه خوښي ښکاره کړې ده.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ نه دخپور شوي بیان له مخې په چهار چنار ماڼۍ کې ددغه کپ په اړوند راجوړو شوؤ مراسمو ته خپله وینا کې ولسمشر اشرف غني دافغانستان د کرکټ لوبغاړي هغه رېښتوني اتلان وبلل چې هېوادوالو ته تل د خوښۍ او ویاړ احساس ورکوي.

هغه وویل فکر نه کوم د کرکټ هومره اجماع دې د بل څه په اړه موجوده وي او حکومت به خپل امکانات له دغو ملي اتلانو څخه درېغ نه کړي

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي پر دغه مهال ویلي ،د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د لسو هېوادونو په ګډون په ۲۰۱۹ کال په انګلستان کې پیلېږي او دا ځل به د کرکټ د دغو ملي اتلانو له برکته دغه نړیوال جام په حقیقي بڼه افغانستان ته راوړو.

له دې وړاندې چې نن کله دغه کپ د متحده عرب اماراتو نه کابل ته راورسول شو نو دکرکټ په لسګونو مینه وال یې لیدلو ته ورټول شوي وؤ اؤ هغوئ د خوشحالۍ نه د ډولونو مخې ته اتڼونه کول.

دا کپ به د کابل نه وروسته بامیان،هرات اؤ کندهار ولایتونو ته هم وړل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG