لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هنګو پوليسو ادعا کړې څلور ترهګر يې وژلي


د هنګو پوليسو ادعا کړې تېره شپه يې په ترسره کړو عملياتو کې د مهم تندلاري کمانډر اسلام په ګډون څلور ترهګر وژلي دي.

سرکاري ميډیا د هنګو پوليسو له قوله ويلي د نهې، سه شنبې په شپه دا عملیات شوي دي.

د امنيتي سرچينو ترمخه د هنګو د قاضي پمپ سره نزدې د استخباراتي مالوماتو په اساس عمليات شوي او د کمانډر په ګډون پکې څلور ترهګر وژل شوي دي.

د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو د کمانډر اسلام، لائق، محب الله او شاهد په نومونه شوې ده.

د کمانډر اسلام په اړوند ويل شوي هغه د اورکزو د تحریک طالبان پاکستان مهم کمانډر او په بم چاؤدنو او نورو ترهګرو پېښو کې ککړ ؤ.

ويل شوي عمليات د هنګو د جوړېدونکي زندان سره نزدې د شاهد نومې ترهګر په کور شوي او ترهګر په دغه کور کې پټ شوي وو.

ياد عملیات د هنګو ښار نه ۲۵ کلوميټره ختيځ پله په دوآبه سړک قاضي پمپ علاقه کې ترسره شوي دي.

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې هنګو ختيځه پوله د کوهاټ، جنوب لويديځه د شمالي وزيرستان او شمال ختيځه پوله يې د اورکزۍ قبايلي ضلعې سره لګېدلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG