لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ. د پوليس د فشار باوجود د پي ټي اېم احتجاجي ناسته په اوومه ورځ روانه ده


په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي په دوي د بېلابيلو لارو فشار اچول کيږي او سامانونه يې يوړل شو چې د سهراب ګوټ احتجاجي پرلت ختم کړي خو دوي په اوومه ورځ هم په احتجاجي پرلت ناست دي.

د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين وايي تراوسه پورې د دوي سره د پيپلزګوند د صوبايي حکومت يا پولیس لخوا د دوي د غوښتنو په اړوند په رسمي ډول کومه رابطه نه ده شوې.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ترين وويل د جمعې په ورځ به دوي د خپلې احتجاجي ناستې د راتلونکې په اړوند تګلاره اعلانوي چې پرلت هم په دغه ځای دوامداره وساتي يا يې په بل کوم ځای کې پېل کړي.

نوموړي له دې وړاندې ډيوه سره په خبرو کې تور لګولی چې د خالي او ګل په منځنۍ شپه کې پوليس او رېنجرز راغلي د پرلت د ځای څخه يې پينځه موټر سايکلې، د موجودو کسانو څخه اووه موبايل ټيليفونونه د سردار شېراني يو بېګ چې پکې ۸۰زره روپۍ وې او نور قالينونه او ټېنټونه وړلي دي.

هغه ويلي دوي بيا نور سامانونه راوړلي او احتجاجي پرلت دوامداره ساتي.

د سهراب ګوټ د ګلزار هجري تاڼې وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي، دا عملیات رېنجرز ځواک کړي او ځينې سامانونه تاڼې ته ور وړل شوي دي.

هغه وويل د موټر سايکل، موبايل ټيليفونو او بېګ څخه نه دي خبر.

د رېنجرز ځواک لخوا په دغه اړوند کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

وي او ای ډیوه د سهراب ګوټ د پوليس لوړ پوړو چارواکو او د پيپلزګوند د صوبايي حکومت سره بيا بيا د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

پي ټي اېم په سهراب ګوټ سيمه کې د پينځه غوښتنو دپاره دا احتجاجي پرلت د تېر زيارت، پنجشنبې په ورځ پېل کړی دی.

د پي ټي اېم په اړوندپه وروستيو کې حکومت يا پوځ کوم بيان نه دی ورکړی.

خو د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د روانې میاشتې په سر کې ويلي ؤ، دا د عدم تشدد په لار روان تحریک دی او دوي خواهش لري چې د پي ټي اېم مشرتابه د خپلو خلکو د ګټې دپاره د حکومت سره خبرې وکړي. هغه د يو شخصي ټي وي سره په مرکه کې دا خبره کړې وه.

هغه ويلي ؤ "زه هيله کوم چې د پي ټي اېم مشرتابه به د خپلو خلکو د ګټې دپاره د حکومتي چېنل سره خبرې اترې وکړي او د هغوي د ښه والي دپاره به کار وکړي چې مونږ يو ځای مخ په وړاندې لاړ شو".

خو له دې وړاندې د دسمبر په مياشت کې ښاغلي غفور ويلي ؤ، چې د پي ټي اېم درې غوښتنې وې، د ماینونو پاکول، د چیک پوسټونو کمول او د بې درکو خلکو موندل، چې وایي ځینې پوره شوي او پر ځینو کار روان دی.

خو نوموړي ويلي ؤ اوس دا تحریک پر داسې خوا روان دی چې که تر "سرې کرښې" تېر شي نو پوځ به یې په ضد له زوره کار واخلي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه وايي د پاکستان په ائين او چوکاټ کې غوښتنې لري.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG