لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وایي په پاکستان به د خپلې برخې اوبه بندې کړي


واشنګټن ـــــ د هند د اوبو د وسیلو وزیر نتین ګدکاري د پلوامه پېښې په تناظر کې ویلي، د هند حکومت فیصله کړې ده چې په پاکستان به د خپلې برخې اوبه بندوي.

ښاغلي ګدکاري په یوه ټویټ کې ویلي، "زموږ حکومت پرېکړه کړې ده چې پاکستان ته زموږ بهېدونکې اوبه به وتړي. موږ به د ختیځو سیندونو اوبه په کشمیر او هندي پنجاب کې خپلو خلکو ته را واړوو".

د هند یو ټیلیویژن انډي ټي وي پخپل رپوټ کې د څېړونکو له خولې ویلي، چې له پاکستان څخه د اوبو اړولو لپاره به د نویو ډېمونو جوړولو ضرورت وي چې وایي شپږ کاله به اخلي. انډي ټي وي لیکي چې دا فیصله دوې میاشتې وړاندې شوې وه.

د پاکستان او هند د اوبو شخړه ډېره زړه او پېچلې ده. پاکستان د هند د وزیر دغه بیان ته تر اوسه کوم عکس العمل نه دی څرګند کړی، خو د اوبو د وېشل پر مسئله یې د هند پر یواړخیزو ګامونو تل اعتراضونه کړي او ویلي یې دي چې د نړیوال بېنک په ضمانت د شوي سیند تاس تړون په بنیاد دې د پاکستان برخه یقیني کړل شي.

سیند تاس تړون څه شی دی؟

د اوبو د ویش ددې تړون اړتیا په کال۱۹۴۸ کې هغه مهال ولیدل شوه چې دهند اؤ پاکستان د تاوژنو اړیکو له امله هند د خپلو ختیزو سیندونو اوبه په پاکستان وتړلې .

ددواړو هیوادونو ددغه تاؤ تریخوالي هواري دپاره نړیواله ټولنه رامنځته شوه اؤ په کال ۱۹۶۰ کې هند اؤ پاکستان د سیند تاس په نوم د اوبو د ویش تړون وکړو.

ددې تړون په اساس دا خبره فیصله شوې ده چې د “انډس بیسن” دشپږو سیندونو اؤ دې ته د ورماتو خوړونو داوبونه به څوک اؤ څنګه استفاده کوي؟

د تړون له مخې دسندهـ،جهلم اؤ‌ چناب دلویدیزو سیندونو ۸۰ فیصدي اوبه د پاکستان په واک کې ورکړل شوي چې ۱۳۳ ملین ایکړه فټ جوړیږي اؤ د راوي،بیاس اؤ ستلج په ختیزو سیندونو د هندوستان حق دی .

د سیند تاس تړون له مخې هند د لویدیزو سیندونو اوبو څخه هم استفاده کولی شي خو د سختو شرطونو پا اساس.

هند په دغو سیندونو دبرېښنا د تولید فابریکې (بجلي ګهر) هم جوړولی شي خو په دې شرط چې د سیند د بهیدو رفتار به پخپل ځایې وي اؤ دسیند د اوبو مخه به بل لوري ته نه تاوهل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG