لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دولت:طالبانو سره سولې اؤ جګړې دواړه ته امادګي لرو


دافغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري ویلي،دسولې لپاره شرایط برابر دی افغان حکومت ورته چمتوالی هم لري خودا په دې معنی نه ده چې دجګړې لپاره چمتوالی شتون نه لري.

چخانسوري پرون دشنبې په ورځ خبري ناستې ته په وینا کې وویل په قطر کې دسولې په تړاو جوړیدونکې ناسته کې به دامریکا د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او طالبانو د استازوترمنځ افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو،له ترهګرو ډلو سره د طالبانوپه اړیکو ،دسرتاسري اوربند او افغان حکومت سره دمخامخ خبرو اترو پرمسایلو خبرې اترې وشي.

نوموړي هیله وښوده چې د طالبانواستازي دا ځل د بشپړ واک او صلاحیت په لرلوسره د قطرپه خبرو کې برخه واخلي.

نوموړي وویل"دوه مهم مسایل چې له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مذکراتو کې د نورو مسایلو په ګډون دا ځل بیا پرې بحث کیږي سرتاسري اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرې اترې کول دي

دهغه وینا وه چې دخبرو تیرو درېوؤ پړاوونو کې طالب استازو پردې دوو مسایلو دبحث کولو صلاحیت نه درلود خوا ځل توقع کیږي چې له خپلو مشرانو څخه به یې بشپړ واک ترلاسه کړي وي"

و لسمشر ویاند چخانسوري زیاته کړه که طالبان افغان حکومت سره د سولې مخامخ ته حاضرشي حکومت چمتوالی لري چې دسولې د مذکراتو په هرډول ناستو کې برخه واخلي.

طالبانو چې تر دې وړاندې امریکا سره دسولې په اړوند څومره خبرې کړي افغان دولت له ې خبرو بهز پاتې شوی اؤ تیره ورځ اففان ولسمشر اشرف غني پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ‌ چې دبهر څخه افغانستان ته د سولې راوړل کیدونکې طرحې نه شي بریالۍ کیدلی.

هارون وویل"دافغانستان حکومت اوس هم له شرطونو پرته د مذکراتو لپاره حاضر دی خو سوله به له شرطونو سره وي"

د نوموړي به وینا "هغه لاسته راوړنې چې په تیرو۱۷ کلونو کې لاسته راغلي اساسي قانون، دښځو حقونه،دبیان ازادي او یوشمیر نور مهم مسایل دا سرې کرښې دي اودا دسولې دمذکراتو دپیل لپار شرطونه نه دي بلکې دا هغه شرایط دي چې دسولې په پروسه کې به پرې بحث کیږي او د معاملې وړنه دي"

دا په داسې حال ده چې ټاکل شوې په قطر کې دافغان سولې لپاره دامریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اود طالبانو د استازو ترمنځ د راتلونکي دوشنبې په ورځ دسولې مذاکراتو کې ترسره شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG