لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د هند برید له افغان سولې سره تړل د پاکستان یو سیاسي اوزار دی


واشنګټن ــــ پاکستان یو وار بیا دا خبره تکرار کړې ده چې له هند سره تاوتریخوالی به د افغانستان د امن په خبرو اترو بدې اغېزې ولري. د پاکستان د سرکاري مطبوعاتو تر مخه د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د هند سره تاوتریخوالي پر سر په تازه ټلیفوني خبرو کې یو وار بیا د امریکې له خارجه وزیر مایک پمپېیو ته ویلي:

"پر پاکستان د هند برید په افغانستان کې د سولې ګډو هڅو ته تاوان رسولای شي".

په واشنګټن کې څېړونکي وایي د پاکستان دا کار ډېر غلط دی چې د افغانستان سوله د هند له حالاتو سره تړي. د هېریټېج فاونډېشن څېړنیزې ادارې یو څېړونکی جیف سمیت وي.او.اې ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه کې وایي:

"دا په ما ډېره بد ه لګېږي چې پاکستان په طالبانو خپل اغېز د یو سیاسي اوزار په توګه استعمالوي. پاکستان د دې خبرې نه ثابتول غواړي چې په افغانستان کې د امن بادشاه دی".

جیف سمیت وایي، که پاکستان د افغانستان د سولې پروسه د هند له حالاتو سره تړي، نو دا خو بیا په هند کې د ترهګرې ډلې جیش محمد د تازه بریدونو د دې ځانګړي وخت په اړه پوښتنې را پورته کوي.

د پاکستان په خارجه پالیسۍ نظر لرونکي او وتلي سیاستوال مشاهد حسین سید وړاندې وي.او.اې ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه کې په ډاګه کړې وه، چې که په کشمیر کې اور بلېږي، نو په کابل کې به هم امن پر ځای نه شي.

د فرورۍ پر 14مه د کشمیر په پلوامه کې تر برید وروسته په کابل کې پاکستاني سفیر ویلي وو، چې د هند له خوا پر پاکستان برید به د افغان سولې بهیر اغېزمن کړي. د پاکستان پخواني سنېټر افراسیاب خټک په ټويټر د هغه په ځواب کې ليکلي وو:

"په هند او یا امریکا باندې د فشار اچولو لپاره د افغان سولې خبرې یرغمل کول ښايي چې د افغانستان په اړه د پاکستان تگلاره څومره نيمگړتیاوې لري او بیا پاکستان گيله کوي چې افغانستان ورسره دښمني کوي".

هندي ځواکونو په داسې وخت کې د پاکستان پر خاوره د برید دعوه کړې، چې په همدې ورځ په قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ د افغان سولې په اړه پینځمه غونډه روانه ده. افغان او امریکايي چاروکو دواړو د پاکستان مننه کړې چې په دغو خبرو کې یې مرسته کړې ده.

پاکستان تل ویلي چې په افغانستان کې امن یې په ګټه دی او تل یې ژمنه کړې چې د دې لپاره د افغان طالبانو، امریکې او افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې بشپړه مرسته کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG