لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دهوایي سفر نوې تګلاره اعلان کړه،په لوړو ودانیو یې هم بندیز ختم کړو


دپاکستان داطلاعاتو وزير فواد چوهدري دمرکزي کابينې لخوا دهوابازۍ دصنعت په اړه دشوو بيلا بيلو پريکړو او په پلازمينه اسلام اباد کې دلوړو ودانو په جوړولو دبنديزونو دلرې کولو اعلان کړيدى.

دکابينې له غونډې وروستو خبريالانو سره په خبرو کې فواد چوهدري ویلي دودانو دلوړوالي په اړه شرط ختم شوى او زياته کړې یې ده چې دغه ګام دهوابازۍ د ادارې اؤ داسلام اباد دښاري پرمختیا د ادارې د چارواکو ترمينځ له ليدنو وروستو اخستل شوی دى.

داطلاعاتو وزير وويل وزيراعظم عمران خان ښارونه دپرمختګ په حال کې ليدل غواړي نو ځکه اوس دپلازمينې په ټولو کاروباري سيمو کې د اجازت نامې پرته هرڅوک لوړې ودانۍ جوړولی شي.

تر دې وړاندې به پلازمینه اسلام اباد کې د لوړو ودانیو دپاره دښاري پرمختیا د ادارې سي ډي اى يا سي اى اى لخوا اجازت نامه اخستل ضروري وؤ.

مرکزي وزیر وويل هيله ده چې ددې سره به په اسلام اباد کې په لمړي ځل دلوړو ودانو څخه ګټه واخستل شي او دښار په لوري به بهرنۍ پنګې هم راماتې شي.

ددې ترڅنګ فواد چوهدري دا هم وويل چې دهوا بازۍ ديوې نوې تګلارې منظوري ورکړل شوې چې مقصد يې په پاکستان کې دهوا بازۍ دصنعت بيا بحالي ده.

دهغه وينا وه وزيراعظم عمران خان په سيلګرۍ زيات ټينګار کوي اؤ ددغه غرض دپاره یې وړاندې نه پاکستان ته داسانو ویزو تګلاره اعلان کړې ده.

هغه په ډاګه کړه چې دپاکستان داسانیو ویزو په ازمیښتي بنیادونو لړۍ پيل کړل شوې چې دهغې په اساس دپينځوو هيوادونو، برطانيې، امريکا، متحده عرب اماراتو، ترکي، چين او مليشيا څخه سيلګري ګټه پورته کوي.

فواد چوهدري وویل چې دويزې دنوې تګلارې په اساس به پاکستان ته درارسيدو سره سم هاغه هندي نژاده برطانوي او امريکايي وګړو ته په هوایي ډګرونو ويزه ورکولى چې دامريکا يا برتانيې پاسپورټ لري.

هغه وويل په دې مياشت کې به د١٧٠و څخه زيات هيوادونه دويزې اسانتياوې ترلاسه کړي او د٥٨ هيوادونو وګړي به په هوائي ډګر درا تګ سره سم دويزې ترلاسه کولو جوګه وي.

ښاغلي چوهدري وویل دکورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د اعتراض نه لرنې (اين او سي) نظام ختم کړى شوي دى اؤ اوس که بهرني سيلګري پاکستان ته راځي او دګلګت بلتستان سیمو ته سفر کول غواړي نو هغوي ته به دچارواکو څخه دمخه داجازې اخستو اړتيا نه وي.

فواد چوهدري وويل دهوابازۍ دهاغو خدماتو چې پکې دڅلويښتو څوکو الوتکې کارولى شي، لپاره ټيکسونه او نورې اخستل کیدونکې پیسې صفر ته راټیټې کړل شوي چې پکې چورلکې هم شاملې دي چې مقصد يې دسيلګرو دخوښې ځايونو پورې رسول دي.

ددې مقصد دا دى چې که چرې څوک دګلګت بلتستان او سوات( چې دسيلګرې سيمې ګرځول شويدي) سيمو ته دهوا بازۍ دخدماتو له لارې تګ کول غواړي نو سي اى اى به پرې کوم ټيکسونه نه لګوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG