لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان دسولې خبرو کې باید افغان مېرمنو ته برخه ورکړل شي،انجلینا جولي


دهالي وود وتلې فلمي ستورې اؤ دکدوالو دپاره دملګرو ملتونو استازې انجیلنا جولي دافغانستان دسولې خبرو کې افغان میرمنو په برخې ورکولو ټینګارکړی اؤ ویلي یې دي دښځو دحقونو په چقولو دافغانستان په ګډون دنړۍ یوه برخه کې هم امن اؤ ثبات نه شي راتلی.

دملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې وزیرانو اؤ ډپلوماټانو ته خپله وینا کې انجیلنا جولي ویلي دافغانستان دسولې خبرو کې افغان میرمنو ته داستازیتوب په نه ورکولو دنړېوالې ټولنې غلي پاتې کیدل دخلکو پام ځانته را اړوي.

هغې ویلي “په زرګونو افغان میرمنې دسولې خبرو کې خپل اؤ دخپلو اولادونو دحقونو ضمانت غواړي اؤ همدا د هغوئ غوښتنه ده”

دامریکې اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرې تیر کال پیل شوې وې خو یوشمیر افغان میرمنو اندېښنه ښکاره کړې ده افغانستان څخه دامریکایي اؤ ائتلافي ځواکونو تر وتلو وروسته به یو ځل بیا افغانستان ته د۲۰۰۱ په څېر دطالبانو دوره بیرته راوګرځي اؤ یوځل بیا به په دغه جګړه ځپلي هیواد کې دافغان میرمنو غږ غلی کړل شي.

خو دافغانستان دبیا رغونې دڅار امریکایي ادارې سیګار تیره ورځ دطالبانو په اړوند پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې هغوي(طالبان) به دښځو په هکله داساسي قانون په اساس د روښانفکرۍ یوه تګلاره باندې غور کوي اؤ دهمدغه تګلارې په اساس به د ښځو اؤ ماشومانو حقونه خوندي کوي.

انجلینا جولي زیاته کړې ده چې هغه دخپل وطن اؤ خپل ولس سره مینه لري اؤ امریکا خوشحاله لیدل غواړي.

هغې ویلي په داسې امریکا باور لري چې دنړېوالې ورورولۍ برخه وي اؤ امریکا اؤ نورو هیوادونو ته به غور کول وي چې څنګه هغوئ دنښتو ګواښونه راکولی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG