لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیمرا:ریټائرډ‌ پوځيان به له اجازې پرته په ټي‌ وي ګانو بحثونه نه شي کولی


پاکستان کې دپوځ‌ په ریټائرډ شوؤ پوځي افسرانو بندیز لګول شوی چې هغوئ به د ټي وي اؤ‌ ریډیو پروګرامونو کې دبرخې اخستلو اؤ دفاعي بحثونو کولو دپاره لمړی دپوځ‌ نه اجازه اخلي.

د جمعې په ورځ پاکستان کې دبرقي میډيا دڅار ادارې پیمرا ټولو ټي‌ وي چینلو اؤ ریډیوګانو ته دنوؤ لارښونو یو بیان خپور کړی چې پکې ویل شوي په ټي‌ وي ګانو ددفاعي څېړونکو په توګه د ریټائرډ پوځي افسرانو بحثونو کې له برخې اخستلو وړاندې به ایي ایس پي ار څخه اجازت اخستل ضروري وي.

په پاکستان کې دننه اؤ بهر چې دا مهال میډیا دپوځ‌ په جنګي تګلارو یا دفاعي معاملو بحثونه راجوړوي نو زیاتره پکې دڅېړونکو په توګه د ریټائزډ پوځي افسرانو رایې اخلي .

دپاکستان یو شمیر ریټائرډ پوځي افسران چې د پوځ خامۍ ،کمزورۍ اؤ ضرورتونه ورته په ګوته وي د ټي‌ وي شوګانو کې زیاتره دپوځ په پلوۍ تجزیې کوي خو زیات پکې بیا دپوځ‌ په کړنو اؤ تګلارو ټکونه هم کوي

دپیمرا په بیان کې ویل شوي چې داسې ریټائرډ پوځي افسران د ټي‌ وي پروګرامونو ته وربلل کیږي چې په عام ډول د ریټائرډ کیدلو د وخت راپدیخوا په نوؤ دفاغي اؤ امنیتي اړتیاؤ اؤ‌ پرمختګونو په غوره ډول خبره نه شي کولی.

پیمرا وایي داسې ریټائرډ افسرانو نه خبره زیاتره وخت د دفاعي چارو پرځائ دسیاست په لوري کږه شي اؤ دغسې دا پوځي افسران په غیرشعودي ډول سیاسي بحث کې ورګډ شي چې دا مناسبه خبره نه ده.

دمیډیا دڅار ادارې دا هم ویلي چې په میډیا کومو بحثونو کې په دفاعي چارو خبرې شامل نه وی نو هغوئ به دخپلو میلمون پیژندګلو یوازې د څېرنکار په توګه کوي اؤ دفاع څېړنکار به ورته نه لیکي او نه وایي،

کله چې مو دپاکستان د یو ریټائرډ لوړ پوړي پوځي افسر نه د پیمرا ددې پرېکړې پرضد دهغه نظر معلومول وغوښتل نو هغه دنوم نه ښکاره کولو په شرط په خندا کې وویل “اوس خو چې ته هم ماسره خبرې کوې،اول به ایي‌ ایس پي‌ ار نه کلئیرنس اخلې”

دغه ریټائرډ پوځي افسر وویل دا په اصل کې د پیمرا فیصله نه بلکې دپوځ فیصله ده خو دپیمرا دلارې یې پرځائ کول غواړي اؤ یقیناً چې دا دیو چا په شخصي رایې د بندیز لګولو په معنا عمل دی.

کله چې مو ترې وپوښتل پوځ به ولې داسې کوي؟ نو وئ ویل “ګوره ته چې کله دیو عام بنده رایې اخلې اؤ کله دیو پوځي رایې اخلې، نو دپوځي رایې دهغه په تجربه اؤ مشاهده ولاړه وي، هغه ددغه ټول عمل یا پالیسو پخپله برخه پاتې شوی وي ځکه نو رایې یې په عوامو ډير تاثیر کوي ځکه کیدی شي اوس پوځ غواړي یوازې هغه پوځيان په ټي وي راشي چې دپوځ پالیسیو سره اختلاف نه شي کولی”

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG