لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعلي وزیر نه وروسته محسن داوړ هم دپېښور زندان ته واچول شو


دترهګرۍ دمخنیوي محکمې دپښتون ژغورنې غورځنګ د مهم مشر اؤ دقامي اسمبلۍ دغړي محسن داوړ په نور جسماني ریمانډ پولیسو ته دسپارلو خواست رد کړی اؤ هغه یې دپېښور مرکزي زندان ته لیږلی دی.

په محسن داوړ تور لګول شوی چې تیره میاشت یې دشمالي وزیرستان خړ کمر سیمه کې دپوځیانو په یوه پوسته دخپلو نورو ملګرو په ملتیا برید کړی چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي اؤ ددې ترڅنګ یې د ریاستي ادارو په ضد خلکو کې کرکه هم خوره کړې ده.

خو ښاغلي داوړ پرځان لګیدلي ټول تورونه رد کړي اؤ تر نیول کیدو وړاندې یې پخپل یو ویډيو پیغام کې سپینه کړې وه چې برید هغوئ نه بلکې پوځيانو د پي‌ ټي‌ ایم په فعالینو کړی چې پکې ۱۳ کسان وژل شوي اؤ ۳۵ نور ژوبل شوي دي.

په ۳۰مه مئ محسن داوړ ځان قانون ته سپارلی ؤ اؤ ترهغې وروسته دترهګرۍ دمخنیوي محکمې هغه داتوؤ ورځو په جسماني ریمانډ دترهګرۍ ضد پولیسو ته سپارلی ؤ.

داتوؤ ورځو د ریمانډ په سرته رسیدلو نن دجمعې په ورځ دپښتون ژغورنې غورځنګ دغه مشر په بنو کې دترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړل شوی اؤ پولیسو دمحکمې نه دهغه دنور جسماني ریمانډ غوښتنه کړې ده خو محکمې دغه غوښتنه نه ده منلې اؤ محسن داوړ یې دپېښور مرکزي زندان ته په جوډیشل ریمانډ لیږلی دی.

ددې ترڅنګ محکمې دا امر هم کړی چې محسن داوړ باید بیا په ۱۹م جون دغه محکمې ته وړاندې کړل شي.

دخړ کمر په پېښه کې تر دې وړاندې دجنوبي وزیرستان څخه دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دخلکو استازی اؤ‌ دپي ټي ایم یو بل مشر علي وزیر هم پولیسو نیولی اؤ دامهال دپېښور په مرکزي زندان کې پروت دی.

په پاکستان کې زیاترو سیاسي ګوندونو دخړ کمر پېښه غندلې اؤ غوښتنه یې کړې ده چې دپي‌ ټي‌ ایم سره باید ټولې معاملې دخبرو دلارې هوارې کړل شي.

خو پوځ دریځ لري چې دپي‌ ټي‌ ایم زیاتره غوښتنې منل شوي اؤ اوس هغوئ د نورو غلیمو هیوادونو په لاسونو کې لوبیږي.

دپي‌ ټي ایم مشر منظور پشتین بیا په سختۍ سره دا تورونه ردوي چې ګنې هغوئ ته دبهرنیو هیوادونو مرسته ترلاسه ده اؤ وایي که پوځ پخپله دعوه کې رېښتونی وي نو ثبوتونه دې رامخې ته کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG