لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دڅلورو ټي وي چینلو خپرونې تړل شوي


ابتک
ابتک

په پاکستان کې دبرقي میډیا د څارنې ادارې پیمرا د ټي وي د څلور چینلو خپرونې وروسته له هغې بندې کړي چې په دغو چینلو تیره ورځ دحکومت مخالفه ګوند مسلم لیګ (نواز) دمرستیالې مشرې مریم نواز دیوې جلسې حال نیغ په نیغه خلکو ته وښودلو.

په تړل شوؤ چینلو کې ۲۴نیوز، ابتک ټي وي،کیپیټل ټي وي اؤ دلاهور سټي ۲۴ شامل دي.

ددغو چینلو خپرونې دګل په ماښام یو ناساپه ودرول شوي چې له هغې وروسته دې چینلو په سوشل میډیا ویلي پیمرا له څه وجې ښودلو پرته د کیبل اپریټرانو دلارې د دوئ دخپرونو مخې ته ډب وهلی اؤ د دوئ دریځ یې هم نه دی اوریدلی.

خو پیمرا تر اوسه په رسمي ډول په دې اړوند څه نه دي ویلي چې ددغو چینلو خپرونې دکومو علتونو له امله تړل شوي دي.

تر دې دوه ورځې وړاندې پیمرا ویلي وؤ هاغو یو شمیر چینلو ته یې نوټسونه ورکړي چې د مریم نواز لخوا د قامي ادارو په ضد پریس کانفرنس یې پرته له کوم ځنډ نیغ په نیغه ښودلی.

په پاکستان کې دحکومت مخالفو ګوندونو مسلم لیګ نواز مرستیالې مشرې مریم نواز ، دپیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري، یو شمیر خبریالانو اؤ د خبریالانو سازمانونو ددې چینلو دخپرونو بندول غندلي اؤ دایې دمیډیا په ازادۍ بدترین قدغن ګرځولی دی.

مریم نواز پخپل ټوئټر د تړل شوؤ چینلو لوګو لګولي اؤ لیکلي یې دي ناقابل یقین فاشزم ،شیم

بلاول بوټو زرداري په ټوئتر لیکلي حکومت اوس په مزه مزه بې نقابه کیږي،د خبري شبکو تړل دسینسر شپ بدترین شکل دی.

هغه وایي پیپلز ګوند به د میډیا په ازادۍ قدغنونه ونه زغمي اؤ د صحافیانو ترشا به ولاړ وي.

ددې چینلو له تړل کیدو وروسته په ټوئټر د پیمرا په نوم جوړ شوي ټرینډ کې خبریالانو هم خپل سخت غبرګون ښکاره کړی.

دپاکستان د نینشنل پریس کلب مشر شکیل قرار ددې چینلو د خپرونو تړل کیدو غندنه کړې اؤ ویلي یې دي چې دې چینلو سره د زرګونو کسانو روزګار تړل شوی خو دحکومت سینسر شپ دختمیدو هډو نامه نه اخلي.

هغه ویلي دصحافیانو په فشار کې د راوستلو هڅې روانې دي ،کله دهغوئ دنیولو خبرې کیږي اؤ کله چینلونه بندیږي، دا وضعیت به په هیڅ صورت ونه زغمل شي اؤ په ضد به یې کوټلی احتحاج کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG