لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنړیوالې سرمایه کارۍ محکمې پاکستان څه کم شپږ اربه ډالر جرمانه کړی


نړۍ کې دسرمایه ګزارۍ دچارو په اړوند د نړیوال بانک ادارې (ایي سي ایس ایي ډي) د ریکوډک په قضیه کې پاکستان ته دڅه کم شپږو اربو ډالرو د جرمانې سزا اورولې ده.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان دنړیوالې محکمې لخوا پاکستان ته له جرمانې اورولو وروسته دیو کمیشن جوړولو امر کړی ترڅو معلومه کړي دا وضعیت ولې پیدا شو اؤ پاکستان ته جرمانه ولې اورؤل شوې اؤ هیواد ته ددې ستر زیان رسولو ذمه وار څوک دي؟

په دې وروستیو کې پاکستان دخپلو سختو اقتصادي ستونزو څخه دځان ویستلو په غرض دنړیوالې مالیاتې ادارې ایي ایم ایف سره دشپږو اربو ډالر د پور یو تړون کړی اؤ ددغه تړون په اساس پاکستان کې دسیوا شوې ګرانۍ اؤ ټیکسونو په ضد دخالي په ورځ ګرد هیواد کې کار بندیز شوی ؤ.

دسرمایه ګزارۍ دچارو فیصله کوونکې نړیوالې ادارې پاکستان ته د جرمانې سزا دخالي په ورځ اورولې اؤ ویلي یې دي چې پاکستان به 4.08 اربه ډالر د تاوان اؤ 1.87 اربه ډالر د سود په مد کې ډکوي.

قضیه څنګه نړیوالې محکمې ته رسېدلې وه؟

دپاکستان به ضد دا قضیه یوې اټالوي کمپنۍ ټیهیان دنړیوالې سرمایه ګزارۍ دچارو محکمې ته په کال ۲۰۱۷م کې وړاندې وړې وه.

دغه کمپنۍ نړیوالې محکمې نه غوښتنه کړې وه چې پاکستان یې بلوچستان کې دسرو زرو اؤ تانبې دلټون تړون لغوه کړی چې له امله یې کمپنۍ ته درانه زیاتونه اوښتي ځکه نو پاکستان څخه دې دتاوان په توګه 11.43 اربه ډالر واخستل شي.

داطلاعاتو دچارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم معاونې ډاکټر فردوس عاشق اعوان رسنیو ته ویلي دپاکستان دقانون وزارت دنړیوالې محکمې دپرېکړې ارزونه کوي اؤ زر به ددې پرېکړې په اړوند حکومت خپل دریځ واضحه کړي.

په کال۱۹۹۳ کې دبلوچستان دهغه وخت وزیراعلي نواب ذوالفقار علي مګسي بلوچستان کې د سرو زرو اؤ د تانبې د لټون ټیکه داسټریلیا یوې کمپنۍ پي‌ایچ پي ته ورکړې وه.

خو وروسته دبلوچستان حکومت ویلي وؤ چې دغه کمپنۍ دبلوچستان دحکومت له خبرولو پرته اتالوي کمپنۍ ټیتهیان سره هم بلوچستان کې دسرو زرو اؤ تانبې دلټون تړون کړی دی اؤ په دې یې دا ټیکه منسوخ کړې وه.

وروسته په جنورۍ کال ۲۰۱۳م کې دپاکستان دهغه وخت دسترې محکمې مشر قاضي افتخارمحمد چوهدري هم د بلوچستان دحکومت اؤ اسټریلوي کمپنۍ تر منځ شوی د ریکوډک تړون دملکي ګټو په ضد ګرځولی اؤ دا یې لغوه کړی ؤ.

ریکوډک څه شی دی؟

ریکوډک په بلوڅۍ ژبه کې د شګو ډیري ته ویل کیږي اؤ دا دبلوچستان په چاغي سیمه کې د یو وړوکي کلي نوم دی چې دایران اؤ افغانستان سره په پوله اباد دی.

د راڅرګندو شوؤ معلوماتو په اساس په ریکوډک کې د کمې درجې دتانبې ټولې5.9 ذخیرې ،دمنځومانه دتانبې0.41 اؤ سرو زور د درجې 0.22 ګرامه (په یوټن کې) ذخیرې شتون لري.

دا په نړۍ کې د سرو زرو اؤ تانبې پنځمه ستره ذخیره ګڼل کیږي

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي ددې سیمې څخه هرکال دوه لکه ټنه تانبه اؤ دوه نیم لکه اونس سره زر ترلاسه کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG