لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان څخه دهند ۱۳ ډپلوماټان وتلي


دهند و واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو پسر د پاکستان اؤ هند ترمینځ دپیدا شوي تاؤ تریخوالي له امله اسلام اباد کې د هند د سفارتخانې ۱۳ ډپلوماټان دپاکستان څخه وتلي اؤ خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

دغه هندي ډپلوماټان وروسته له هغې د پاکستان نه وتلو ته اړ شول چې اوړمه ورځ پاکستان هند سره دخپلو سفارتي اړیکو محدودؤلو په ترڅ کې اسلام اباد کې دهند هائي کمشنر ته پاکستان نه د وتلو امر کړی ؤ.

د خالي په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي دهند دسفارتخانې ۱۳ ډپلوماټان دخپلو کورنیو د غړو سره نن د واهګه په بارډر خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

بلخوا ټاکل شوې وه چې نوي ډيلي کې دپاکستان نوی هائی کمشنر امین الحق به هم په ۱۶م اګست دخپلو سفارتي ذمه واریو ترلاسه کولو دپاره نوي ډيلي ته تللو خو پاکستان اوس هغه هم هند ته دتګ نه ایسار کړی دی.

هند د ګل، دوشنبې په ورځ د خپل واک لاندې کشمیر نیم خپلواکه حیثیت د یو صدارتي امر په اساس ختم کړی، پاکستان د هند دغه ګام غندلی او هند سره د خپلو سفارتي اړیکو د محدودؤلو او د تجارتي اړیکو د ځنډولو پرېکړه يې کړې ده.

دهند له لوري دخپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت په ختمولو دپاکستان اؤ هند اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان روانه اوونۍ قامي‌اسمبلۍ ته خپله وینا کې د کشمیر په شخړه د هند اؤ پاکستان تر مینځ د ایټمي جنګ پیل کیدلو اندېښنه هم ښودلې ده.

خو دهند وزیراعظم تیره ورځ قام ته پخپله وینا کې په پاکستان تور لګولی ؤ چې د هند د ائین ۳۷۰مه ماده یې کشمیر کې دخلکو د راپارولو دپاره د یوې وسلې په توګه کاروله

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG