لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:دوؤ بریدونو کې د سیاسي مشر امان الله زرکزئ په ګډون پینځه کسان وژل شوي


دبلوچستان په خضدار سیمه کې دبلوچستان نیشنل ګوند د یو وتلي مشر امان الله زرکزئ په کاروان نامعلومو وسله والو برید کړی چې پکې پخپله امان الله زرکزئ، دهغه وراره ، اؤ دوه نور کسان وژل شوي .

په عین حال کې د کوټې ترڅنګ په کچلاک سیمه کې هم دنامعلومو وسله والو په ډزو د عثمان جومات پیش امام مولوي محمد اعظم وژل شوی.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې له دې یوه ورځ وړاندې په کچلاک سیمه کې دطالبانو په یوه مدرسه کې دبمي چاودنې له امله دافغانستان دطالبانو دمشر هېبت الله اخند د ورور مولوي احمدالله په ګډون پینځه کسان وژل شوي اؤ تر۱۵ؤ زیات نور ژوبل شوي وؤ.

دسیمې څخه امنیتي سرچینو د خالي په ورځ وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي دبلوچستان نیشنل ګوند مرکزي مشر امان الله زرکزئ پخپل کاروان کې د خضدار سیمې څخه تیریدلو چې په لاره کې پرې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې.

سرچینې وایي په دغو ډزو کې پخپله امان الله،دهغه یو وراره اؤ دقافلې دوه نور ملګري وژل شوي اؤ برید کوونکې له برید وروسته تښتېدلي دي.

د پېښې دخبر رسیدلو سره سم په لویې شمیر امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي اؤ دلټونې عملیات یې پیل کړي دي.

سرچینې وایي په کچلاک سیمه کې دعثمان جومات پیش امام محمد اعظم هم دنامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی خو ددې دواړو پېښو ذمه واري تراوسه چا پغاړه نه ده اخستې.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا دبلوچستان ایالت په بیلابیلو سیمو کې دبمي چاودنو،ځانمرګي بریدونو اؤ هدفي وژنو لړۍ چټک شوې چې په دې ترهګریزو پېښو کې د زیاترو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک اؤ دبلوچستان وسله والې یاغي ډلې پسر اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په نزدې وختونو کې دکشمیر پسر دپاکستان اؤ هند اړېکې زیاتې ترېنګلې شوي اؤ څېړونکي وایي هند سره دتاؤ تریخوالي په جریان کې دپاکستان دننه د ترهګریزو پېښو لړۍ نوره هم چټک کیدلی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG