لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسوؤنو نرښځیانو په خدمت بوخته فرزانه پخپله په زړه سورۍ،سورۍ ده


فرزانه دخیبر پښتونخوا د نرښځیانو دسازمان مشره ده اؤ په دې صوبه کې زیاتره ښکلي اؤ مشهور هیجړاګان یا نرښځیان فرزانه خپل “ګورو” مني ،خو په سوونو نرښځیانو ته دهغوئ دحقونو ترلاسه کولو دپاره په مبارزه بوخته فرزانه وایي خپل زړه یې زیاتو غمونو چاڼ،چاڼ کړی دی.

دمردان دګوجرو ګړهۍ سیمې سره تعلق لرونکی نرښځی فرزانه ډیر په ماشوموالي له خپل کوره وتلې اؤ پېښور ته تللې وه اؤ بیا دټول عمر دپاره دپېښور شوه،

خو هغې نه دپېښور رنګیینو نه دخپل کلي خړ خاورین کورونه هیر کړي، نه د مور مینه اؤ نه دخپلو خویندو وروڼو یادونه، اؤ نن هم چې دغه هرڅه رایادوي نو په سلګو سلګو ژاړي،

فرزانه دامریکا غږ ډیوه خبریال سره دهغه په موټر کې ناسته د ملاکنډ سیمې نه پېښور ته روانه ده اؤ کله چې دهغوئ موټر دمردان ګوجرو ګړهۍ ته رسیږي نو فرزانه د وروستي سیټ نه لامهال غږ کوي

“ودروه، ودروه، ودروه”

اؤ بیا چې کله خبریال خپل موتر د سړک په غاړه ودروي اؤ دفرزانې په لوري خپل نظر ور اړوي نو دفرزانې په سترګو کې اوښکې راډنډ شوي، غریو نیولې اؤ دسړک نه بلې غاړې ته مخ په قبله دحسرت په ډکو نظرونو ګوري.

“دا مخامخ اسکول درته ښکاري سرجي ؟ ددې نه اخوا زمونږ کچه کور ؤ ، دلته مې د مور دمینې خواږه لیدلي، دلته مې خړپوسې کړي اؤ سیپاره په لاس به په دې کچه پوله مندرسې(مدرسې) ته تلم”

اؤ بیا د فرزانې احساس خدایې خبر چې کومو کومو خیالونو پخپل ګرفت کې واخستلو چې هغې خپله لوپټه مخ ته ونیوله اؤ په سلګو،سلګو یې دومره وژل لکه نن چې هغه خپلې اوښکې دکائناتو مالک ته داحتجاج په توګه ږدي چې ولې یې هیجړا پیدا کولو ؟

فرزانه وایي “،زمونږ ژوند ډیر تریخ دی، زه د اوو کالو وم، لا مې دمور په مینه هم نه وم موړ شوی، چې کور کې مې ځائ ورک شو، ټولو وهلم چې ته دجینکو عادتونه مه کوه، هلکانو سره لوبې کوه، خو زه په دې هیڅ نه پوهیدم چې زه ولې داسې کوم ، ،بس الله دغسې پیدا کړی وم”

فرزانه وایي بیا یو وخت داسې راغلو چې دهغې په ذات دهغې د کور خلک شرمیدل اؤ که هغې هرڅو نه غوښتل چې دمور دخوږې غیږې نه جدا شي، دخپلو خوږو خویندو نه بیلا شي، خپل ملګري پریږدي خو د زهرو دې ګوټ ته یې یوازې ددې پاره غاړه کېښوده چې د کور خلکو به یې ویل “داخلک به څه وایي ؟”

فرزانه وایي هغې په ژوند کې ډیر غمونه لیدلي ، دومره ډیر چې زړه یې غمونو چاڼ چاڼ کړی خو په دې ټولو غمونو کې ورته هغه ګړۍ زیات درد اؤ غم ورکړی چې کله یې خور وفات کیدله.

د فرزانې په وینا زما خور پینډۍ کې واده شوې وه، ماسره یې ډيره زیاته مینه کوله، هغه په ماپسې سمه لیونۍ وه خو عاجزې به دخپل خاوند اؤ بچو له ویرې ماسره لیدل نه شول کولی ، چرته کله کله که به ورته موقعه په لاس ورغله نو په پټه به یې راسره په فون خبرې وکړې، ما به ورته د دلته نه ژړل اؤ هغې به هلته سلګۍ وهلې.

فرزانه دخپلې خور سره تړلې خپله یوه ترخه خاطره په سلګو،سلګو کې داسې بیانوي.

“خور مې سخته ناروغه وه،هسپتال کې ډاکټرانو جواب ورکړو چې دا نوره دپاتې نه ده، اؤ هغه چې کله دخپل ژوند اؤ مرګ په کشمکش کې وه نو خپل خاوند ته یې وویل د ژوند د ملګري په توګه که په تا زما څه هم حقونه وي هغه ټول مې دربخښلي خو دا یو اخري ارمان مې پوره کړه چې دمرګ نه یو ځل مخکې ماته خپل رور فرزانه وښایه، زه هغه لیدل غواړم”

فرزانه وایي “خو دهغې خوارې دومره نصیب چرته ؤ چې ما به وویني اؤ‌ زه خو ازلي بدبخته وم ،ما به څه دخور تندی ښکل کړی وی ، یا به مې سینې ته راجوخته کړې وه”

د یوې شیبې خاموشۍ ، اؤ بیا دنرو، نرو سلګو نه وروسته فرزانه پخپلو غوڅو شونډو ژبه راکاږي اؤ وایي

“سر جې تاته پته ده بیا زما ملاقات دخپلې خور سره څنګه وشو؟ هغه یې دهسپتال نه مړه کور ته یوړه، اوښي مې دخور د وصیت پوره کولو دپاره تر ټولو اول ماته فون وکړو چې ته زر راشه خور دې درسره لیدل غواړي”.

فرزانه وایي” دشپې مې دلته نه پینډۍ ته اسپیشل ګاډی وکړو اؤ په ټوله لار خوشحاله وم چې ځه دخیره دخور سره به مې ډیر وخت تیرکړم، زاړه یادونه به ورسره تازه کړم،خپلو کې به دماشوموالي هغه خوږې کیسې وکړو”

“خو ماته څه معلومه وه چې زه به هلته نه په زړه غوڅ غوڅ را اوځم ، چې کور ته ور ورسیدم اؤ په درشل مې قدم کېښودو ، اوښي راته وویل ! خور دې مړه شوه، خو مونږ ستا د راتلو پورې هیچاته دهغې دمرګ نه دي ویلي ځکه چې هسې نه تا دلته څوک وویني ، دهغې د وصیت مطابق مې ته راغوښتې یې بس صرف مخ یې وګوره اؤ بیا په منډه ځه چې مونږ خپل نور خلک راخبر کړو”

فرزانه وایي کله چې دخور کټ ته ودریدله نو هغه لمحه پرې لکه د قیامت وه، هغې غوښتل پخپلې خور ورخوره شي،دهغې کټ ته خپل مخ اؤ سینه ووهي ، په چغو چغو ورته وژاړي خو هیچا اجازت ورنکړو چې نور دخپلې مړې خور خواته ایسار شي اؤ په تلوار یې له کوروه وویستله!

فرزانه وایي پېښور ته د راستنیدو په مهال یې په ټوله لاره ژړل اؤ‌ دا یو افسوس یې کولو چې “خدایه که دخور په جنازه اؤ وروستي خدمت کې مې نصیب نه ؤ نو دومره توان خو به دې راکړی ؤ چې دخپلې خور کټ ته مې ژړلي وؤ ، ، خو زمونږ اوښکې هیڅ د کار نه دي”

فرزانه وایي ددې پېښې نه وروسته دهغې زړه بیخي ختم شوی اؤ‌ اوس خپل ژوند یوازې ددې دپاره کوي چې نورو نرښځیانو ته د هغوئ دمور،پلار ، خور اؤ ورور ټولې مینې پخپله ورکړي.

دا وخت دخپلو کورونو نه ویستل شوي ګڼ شمیر نرښځيان دفرزانې سره دهغې په دیره کې اوسیږي اؤ که څوک بهر هم وسیږي نو هغوئ داختر،شوقدر په موقعه خپلو کورونو ته دتللو پځائ د فرزانې کور ته ورځي اؤ په هغې دخپلې مور اؤ پلار مینه ماتوي

فرزانې دخپل ژوند بیلا بیل زړه غوڅونکي واقعات د ټيلي فلمونو په شکل کې هم خلکو ته وړاندې کړي اؤ د ستاره یونس په غږ ویل شوي یو نظم کې یې هم د خپل ژوند زړه ستړی داستان بیان کړی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG