لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان افغانستان ته دمال وړونکو ګاډو نه په چیک پوسټونو داخستل کیدونکو رشوتونو نوټس واخستو


دپاکستان وزیراعظم عمران خان دتورخم اؤ‌ چمن پولو دلارې افغانستان ته دسوداګریزو توکو وړونکو ګاډو څخه په چیک پوسټونو داخستل کیدونکو رشوتونو یا قلنګ په سخته خبر اخستی اؤ د چیک پوستونو په اړوند یې قاعدو،ضابطو کې د بدلون راوستلو امر کړی دی.

افغانستان ته مال وړونکو سوداګرو د وزیراعظم عمران خان دا ګام ستائیلی اؤ وایي که چرې افغانستان ته د تلونکو ګاډو نه په لاره د رشوتونو اخستلو لړۍ ودرول شي نو دې سره به د دواړو هیوادونو دتجارت کچه زیاته پراخه شي.

د سه شنبې یا نهې په ورځ دپاکستان د وزیراعظم دماڼۍ څخه خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې دکراچۍ نه دتورخم اؤ چمن په لارو افغانستان ته دتلونکو سوداګریزو ګاډو څخه په لاره کې دپولیسو،ایکسائز،ګمرک،رینجرز اؤ ایف سي ځواکونو لخوا د قلنګ اخستنې شکایتونه ورځ تر بلې زیاتیږي.

بیان کې ویل شوي چې ددغو ګاډو څخه په زوره دپیسو اخستلو له امله نه یوازې په دغو سوداګانو د وړلو،را وړلو مصارف سیوا کیږي بلکې دهیواد بدنامي ورسره هم کیږي.

وزیراعظم ویلي چې په غیر قانوني توګه د ګاډو نه پیسې اخستل دڅارنې کمزوري یا د سترګو اړول ښایي اؤ دا هرڅه دګمرک په قوانینو پوښتنې هم راولاړوي.

بیان کې راغلي چې ددې ګاډو څخه کومې پیسې په ناقانونه ډول اخستل کیږي هغه تر لوړ پوړو چارواکو رسیږي چې مخه یې باید ونیول شي.

په دغه بیان کې وزیراعظم ټول هیواد کې د چیک پوسټونو دکمولو امر کړی اؤ ویلي یې دي چې ټولې ادارې باید ګډ چیک پوسټونه جوړ کړي.

بیان کې ویل شوي چې که د وزیراعظم په دې لارښوونه عمل ونه شو نو نه یوازې د اړوند چیک پوسټونو دمامورینو بلکې د دوئ په څارنه دمامورو افسرانو، اؤ وزارتونو کې دانتظامیي افسرانو په ضد به هم قانوني ګامونه اخستل کیږي.

په پېښور کې میشت افغان سوداګر محمد هلال رحیم زوئ چې پخپله دجاپان اؤ دوبۍ نه کاروباري توکي د کراچۍ بندر دلارې افغانستان ته راغواړي ، وایي د وزیراعظم عمران خان دا پرېکړه د سوداګرو د زړه اواز دی اؤ دې سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت وده وکړي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې محمد هلال رحیم زوئ وویل افغان سوداګر دمودو راهسې چغې وهلې چې دهغوئ نه د درنو درنو ټیکسونو ترڅنګ په لاره په چیک پوستونو په ناقانونه ډول پیسې اخستل کیږي خو هیچا دهغوئ فریاد ته غوږ نه نیولو.

هغه وویل افغان سوداګرو په دې لړ کې څو کرته د وزیراعظم دفتر ته هم شکایتي لیکونه استولي وؤ اؤ خیبر پښتونخوا صوبې اړوند چارواکي یې هم ددې مشکل نه خبر کړي وؤ خو تر اوسه هیچا دافغان سوداګرو فریاد ته غوږ نه نیولو.

رحیم زوئ وایي که دعمران خان دا امر عملي شي نو سوداګر به په ډاډه زړه خپل مالونه د تورخم اؤ چمن دلارې افغانستان ته واستوي اؤ د دواړو هیوادونو تجارتي راکړه ورکړه به وده وکړي.

افغانستان سمندري غاړه نه لري اؤ دغه هیواد ته دا وخت زیات مالونه د زمکې دلارې دپاکستان دکراچۍ دبندر نه په تورخم اؤ چمن پولو رسیږي خو افغان سوداګر ګیله کوي چې دوئ نه په لاره کې په چیک پوسټونو ناقانونه بهتې یا قلنګونه اخستل کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG