لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ازادي مارچ !عمران خان به استعفا ورکړي،که اپوزیشن ګوندونه به خپلو کې وویشل شي؟


دپاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې دحکومت مخالفه ګوندونو لخوا روان ازادي مارچ دخالي په ورځ دریمې ورځې ته ننوتی اؤ د مولانا فضل الرحمان لخوا وزیراعظم ته د استعفا د پاره د ورکړل شوي مهلت سرته د رسېدلو وړاندې دحکومتي ګوند مشرانو دخپلې راتلونکې تګلارې دپاره خپلو کې مهمې صلاح مشورې کړي‌ دي.

اوړمه ورځ دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان چې ددې ازادي مارچ مشري پغاړه لري، وزیراعظم عمران خان ته د درېوؤ ورځو مهلت ورکړی ؤ چې باید په دې درېوؤ ورځو کې د وزیراعظم دڅوکۍ څخه استعفا ورکړي.

خو مولانا فضل الرحمان نه لا په واضحه توګه نه دي ویلي چې که په درېوؤ ورځو کې وزیراعظم استعفا ورنکړي نو دهغوئ تګلاره به څه وي البته تیره ورځ جلسې ته خپله وینا کې هغه دخپل مارچ “پشاور موړ “نه د پارلیمان مخې “ډي‌ چوک “ ته دغځولو یوه مبهمه اشاره ورکړې وه اؤ دجلسې دکینټینر نه یې دجلسې برخه والو ته ویلي وؤ” ستاسو خبره مې واوریدله تاسو ډي‌ چوک یادوئ”

ډي چوک دپاکستان دپارلیمان مخې ته غځېدلی هغه لویې سړک دی چې په کال ۲۰۱۴م کې پرې د پاکستان موجوده واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د پخواني وزیراعظم نواز شریف د استعفا دپاره تر درېوؤ میاشتو زیات احتجاجي پرلت غځولی ؤ.

دمولانا فضل الرحمان په مشرۍ دمخالفو ګوندونو د ازادي مارچ پیل کیدو وړاندې دپاکستان حکومت اؤ دمخالفو ګوندونو استازیو خپلو کې تړون کړی چې دا مارچ به د پشاور موړ ترڅنګ ترڅنګ میدان کې جلسه کوي اؤ له دغه ځایه به نه اوړي.

خو اوس چې مولانا فضل الرحمان د ډي‌ چوک یادونه کړې اؤ څېړونکي هم احتمال ښایي چې کیدای شي دمولانا فضل الرحمان دمارچ په لکونو برخه وال ډي چوک ته خپل احتجاج منتقل کړي نو دپاکستان پوځي ویاند هم په ډاګه کړې چې هیواد کې به د بې ثباتۍ اجازه چاته ورنکړي اؤ پاکستاني ميډیا هم د دولتي ګوند تحریک انصاف مشرانو هم خپلو کې صلاح کړې چې باید په دغه صورتحال کې بیا څه لاره خپله کړي؟

دپاکستان ډان ورځپاڼې دخالي په ورځ لیکلي چې په ازادي مارچ کې شاملو د دوؤ سترو ګوندونو مسلم لیګ نواز اؤ پاکستان پیپلز پارټۍ مشرانو پرېکړه کړې چې هغوئ به دحکومت په ضد پرلت ماتونه کې د مولانا فضل الرحمان سره انډیوالي نه کوي.

ډاڼ ورځپاڼې د مسلم لیګ نواز ډلې دیو تن مشر احسن اقبال اؤ دپیپلز ګوند دپخواني سینیټر فرحت الله بابر له خولې لیکلي چې دهغوئ ګوندونو یوازې دیوې ورځې جلسه کې مولانا فضل الرحمان سره برخه اخستې اؤ د حکومت په ضد دپرلت ماتونې برخه به نه جوړیږي.

دپاکستان یو شمیر رسنیو دخالي په ورځ ویلي دعمران خان په مشرۍ دتحریک انصاف ګوند د مشرانو غونډه کې وزیراعظم عمران خان ته په ورکړل شوي دوه ورځني مهلت غور شوی اؤ پرېکړه شوې چې وزیراعظم به په هیڅ صورت استعفا نه ورکوي.

رسنۍ وایي حکومت ټولو امنیتي ادارو،پولیسو ،رینجرز اؤ ایف سي ته دچمتو اوسیدو امر کړی اؤ ددې ترڅنګ یې پرېکړه کړې چې د اړتیا په وخت به پوځ هم اسلام باد ته ور وبلل شي.

دپاکستان ددفاع وزیر پرویز خټک رسنیو ته ویلي چې د ازادي مارچ نه وړاندې دمخالفو ګوندونو رهبر کمیټۍ داسلام اباد انتظامیې سره تړون کړی چې له سرې کرښې به نه اوړي اؤ اوس که دوئ خپله ژمنه ماتوي نو ریاست به بیا په حرکت کې راځي‌.

رسنۍ دا هم وایي چې دخالي په ورځ دحکومت لخوا مخالفو ګوندونو سره مذاکراتو دپاره دټاکل شوې کمیټې غړي اؤ د سینیټ چئیرمین صادق سنجراني د اپوزیشن رهبر کمیټې سره دمذاکراتو دپاره تماس نیولی خو داپوزیشن ګوندونو درهبر کمیټې غړي نئیر حسین هغه ته ویلي چې د نورو ګوندونو سره دصلاح مشورې نه وروسته به جواب ورکوي.

مولانا فضل الرحمان وایي دعمران خان په مشرۍ موجوده حکومت په ولس مسلط کړل شوی دی اؤ ترهغې به دده په ضد خپل احتجاجي تحریک ته دوام ورکوي چې ترڅو عمران خان استعفا نه وي ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG