لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ په ناڅاپي سفر کابل ته تللی


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی د امریکايي سرتېرو سره یې د شکرانې د ورځې په مناسبت ليدلي دي.

صدر ټرمپ ويلي انتظامیې يې د طالبانو سره بیرته خبرې روانې کړي او طالبان غواړي چې اوربند وکړي.

ټرمپ په لمړي ځل د افغانستان سفر کړی دی.

هغه تېر ماسخوتن د باګرام هوايي اډې ته تللی او هلته يې د افغان ولسمشر اشرف غني سره هم ليدلي دي.

هغه وويل "طالبان غواړي چې خبرې وکړي او مونږ ورسره لیدنې کوو، مونږ به ورته ویل چې اوربند وکړي دوي نه کولو خو اوس اوربند ته تيار دي زما په خيال، ګورو چې څه کيږي".

طالبانو د صدر ټرمپ څرګندونو ته په سمدستي ډول غبرګون نه دی ویلی.

امریکايي صدر د ستمبر په مياشت کې د طالبانو سره روانې خبرې ځنډولې وې، دغه پرېکړه يې په کابل کې د يوې چاؤدنې وروسته کړې وه چې پکې امریکايي سرتېری هم وژل شوی ؤ.

د صدر ټرمپ سره د ليدو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني ويلي، چې امریکايي صدر د داعش او طالبانو پرضد د افغان ځواکونو نه ستړې کېدونکې هڅې ستايلي دي.

غني ويلي، "دواړه لوري ټينګار کوي چې که طالبان د سولې د خبرو ژمنو ته رښتنې وي اوربند دې وکړي".

افغانستان کې د اوږدې مودې راهسې روانې جګړه کې د راپورونو ترمخه د يو نيم لاک نه زيات خلک وژل شوي چې پکې ملکي وګړي، طالب تندلاري او امنيتي سرتيري شامل دي،امريکا اتلس کاله وړاندې د طالبانو د حکومت پرضد عمليات پېل کړي وو.

ويل کیږي په دغه موده کې د امریکا ۲۴۰۰ سرتيري هم وژل شوي او نزدې يو کهرب ډالره خرڅ يې پرې راغلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG