لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې دپولیو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي


په خیبر پښتونخوا صوبه کې دپولیو دوه نوې پېښې مخې ته راغلي چې ددې سره صوبه کې سږکال دپولیو دپېښو شمیره۶۸ؤ اؤ ټول پاکستان کې دا شمیره ۹۴ ته رسېدلې ده.

دپولیو دمخنیوي دخیبر پښتونخوا چارواکو منلې ده چې چې دا پولیو دا دوه نوې پېښې یوه په ډیره اسماعیل خان اؤ بله په لکي مروت سیمه کې رامخې ته شوې ده.

دپاکستان دصحت دقامي ادارې د اسلام اباد لیبارټرۍ د راپور له مخې د ډيره اسماعیل خان په کري شاموزئ سیمه کې د یو نیم کال په یو ماشوم اؤ دلکي مروت په تترخیل سیمه کې دڅلورو میاشتو په یو ماشوم کې دپولیو جراثیم موندل شوي.

دپولیو دناروغۍ دا تازه پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلې چې دوه ورځې وړاندې د ګل د ورځې راهسې دخیبر پښتونخوا صوبې په ۱۱ؤ ضلعو کې دپولیو د رنځ په ضد دپیځوؤ ورځو کمپائن پیل کړل شوی اؤ‌ ټاکل شوې ده چې دې کمپائن کې به ۱۲لکو ماشومانو ته د پولیو دمخنیوي واکسین ورکړل کیږي.

سږکال په خېبر پښتونخوا کې دپولیو تر ټولو زیاتې پېښې په بنو کې مخې ته راغلي چې شمیره يې ٢۴ ته رسیدلی. د بنو وروسته لکي مروت کې روان کال ۱۹ کېسونه او په شانګله ضلعه کې ۷ پېښې رپورټ شوي دي.

همدغه راز سږکال په بلوچستان کې دپولیو اووه،پنجاب کې پینځه اؤ سندهـ صوبه کې۱۴پېښې مخې ته راغلي چې په ګرد پاکستان کې ددې پېښو شمیره سږکال ۹۴ ته رسېدلې ده.

دپولیو دمخنیوي چارواکي دپولیو د پېښو شمیره کې د چټک اضافې علت د والدینو لخوا خپلو ماشومانو ته دپولیو دڅاڅکو نه انکار ښایي اؤ وایي په زیاترو سیمو کې خلک خپل بچو ته دپولیو دمخنیوي څاڅکو ورکولو نه ډډه کوي.

دتیرې میاشتې په وروستیو کې د پولیو په ضد کوښښ کوونکي ادارې ګلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیېټیو په پاکستان غږ کړی ؤ چې د پولیو خلاف دې په بېړنۍ توګه ګامونه پورته کړي اؤ په دې لړ کې دې سیاسي هم غږي ترلاسه کړي .

ګلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیټېیو ویلي وؤ پاکستان په داسې حال کې د پولیو مخنیوی نه شي کولی چې د پولیو ضد وېکسین په اړه یې خلک په سماجي او سیاسي کچه "زهرن جن" تاثرات لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG