لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنرال سلیماني وژنه،دپاکستان پوځ وایي سیمه کې دامن دعمل تالاترغۍ کولو برخه به نه جوړیږي


دپاکستان پوځ وایي دایران د قدس ځواکونو دمشر جنرال قاسم سلیماني له وژل کیدو وروسته دسیمې وضعیت بدل شوی خو دپاکستان پوځ به د سیمې دامن دګډوډولو دعمل برخه نه جوړیږي.

دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور دخالي په ورځ دپاکستان یو شخصي ټي‌ وي چینل ای ار وایي سره خبرو کې ویلي دپاکستان پوځ به سیمه کې د امن پځائ کولو دپاره کوټلی رول ترسره کوي خو نه به دامن دخرابولو دعمل برخه جوړیږی اؤ نه به چاته اجازه ورکړي چې دپاکستان خاوره دبل چا په ضد وکاروي.

هغه وویل د ایراني جنرال له وژل کیدو وروسته دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره خبرې کړي اؤ جنرال باجوه ورته ویلي چې سیمه کې باید تاؤ تریخوالی راټيټ کړل شي اؤ افغانستان کې دسولې د روان عمل خرابولو د هڅو نه باید ډډه وکړل شي.

هغه وویل وزیراعظم اؤ د پوځ سرلښکر په ډاګه کړې ده چې مونږ به دچا په ضد دخپلې خاورې دکارول کیدو اجازه ورنکړو .

پوځي ویاند وویل “مونږ سیمه کې امن غواړي خو دهیواد په سلامتۍ به هیڅ رقم ساز باز ونکړو”

میجر جنرال اصف غفور پخپلو خبرو کې وویل” زمونږ سیمه د څلورو لسیزو راهسې دامن دپاره هڅې کوي اؤ که هند تیری ښودلی نو پاکستان هر هغه ګام پورته کړی چې امن ورسره ټینګیدای شي”

هغه وویل د نائن الیون نه راپدیخوا مونږ دافغان جګړې سره مخ یو اؤ پاکستان دامنیت په اړه ډیرې ستونزې وګاللې خو هره هغه هڅه یې کړې ده چې افغانستان اؤ‌سیمه کې ورسره امن ټینګیدای شي

په بغدا کې دعراق د قدس ځواکونو دمشر جنرال قاسم سلیماني له وژل کیدو وروسته اوړمه ورځ د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د افغانستان صدر اشرف غني او د پاکستان د پوځ د سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په ټيليفون تماس نیولی ؤ‌ اؤ ورسره یې د قاسم سلیماني د وژنې په اړوند خبرې اترې کړې وې.

له دغه ټيلي فوني تماس وروسته مائیک پومپیو په ټوئټر لیکلي وؤ "د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره مې د امریکايي دفاعي عملياتو چې پکې قاسم سلېماني وژل شوی په اړه خبرې وکړې. د ايران رژيم په سیمه کې بې ثباتي جوړوي. امریکا به خپلې ګټې، خلک، تاسیسات او همکار خوندي کوي"

څيړونکي وايي د امريکا لخوا د ايراني جرنېل سليماني وژنه به په نړۍ کې لويه زلزله راولي. دفاعي څېړونکي وايي ايران به ارومرو د خپل جرنېل د وژلو بدل اخلي ځکه چې دا به په منځني ختیځ کې د ايران په جنګي توان پوښتنې را پورته کړي.

د امريکا د خارجه وزارت وياندې مورګن اورټېګس ويلي دا د صدر ټرمپ لپاره يو سخته فېصله وه چې آيا د جنرل سليماني په ژوندي پاتې کېدو سره به امريکا په امن کې پاتې شي او که نه او صدر ټرمپ فېصله وکړه چې د جنرل قاسم سلېماني په وژلو سره به دنيا په امن کې پاتې شي.

د جنرل سليمانې په وژنه په نړيواله کچه د ايران ملګرو هېوادونو چين او روس د ايران سره غمرازي کړې. د چين خارجه وزير وانګ يي د ايران خارجه وزير جواد ظر يف ته ويلي امريکا د جنرل سليماني په وژنه د خپل پوځي طاقت سرغړونه کړې ده.

د روس د بهرنيو چارو وزير سرګی لاوروف هم جواد ظريف ته ټېلي فون کړی او ورته يې ويلي، امريکا د جنرل سليماني په وژنه د نړيوالو قوانینو مخالفت کړی.

د جنرل قاسمي په وژنه په ملګرو ملتونو کې د ايران سفير ماجد تخت راوانچي امنيت شورا ته په يو خط کې ليکلي، ايران د نړيوالو قوانينو سره سم د خپلې دفاع قانوني حق لري.

څېړونکي وايي ايران د امريکا په ضد انټرنيټي بريدونه کولی شي او دا هم امکان شته چې ايران په منځني ختیځ کې د امريکا په پوځي ځايونو بريدونه وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG