لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ایران کې د مسافروړونکې الوتکې د ویشتلو په غبرګون کې د حکومت خلاف احتجاجونه شوي


واشنګنټن ــــ د ایران په بېلابېلو ښارونو کې سلګونه کسان وروسته له هغه د احتجاج لپاره سړکونو ته را وتلي، چې ایراني پوځ په تېروتنې سره د یوکراینۍ الوتکې ویشتل تایید کړي، د الوتکې د لوېدو په پېښه کې 176 تنه وژل شوي وو.

په تهران کې پرون د شنبې- خالي په ورځ ګڼ شمېر احتجاج کوونکي پوهنتونونو ته نیژدې را غونډ شوي وو او د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي د استعفی غوښتنه یې کوله.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې مظاهره چیانو د آیت الله خامنه یي، د پاسدارانِ انقلاب ځواک او د ایراني حکومت په ضد شعارونه ورکړي او د "مرګ پر درواغجنو" او "مرګ پر ډیکټېټر" نعرې یې وهلې دي.

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ایراني احتجاج کوونکو سره د خواخوږۍ په مقصد په فارسي او انګرېزي ژبو دوه- دوه ټویټونه کړي او هغوی ته یې د امریکې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. ولسمشر ټرمپ له ایراني حکومته غوښتي چې د احتجاجونو مخه ونه نیسي:

"د ایران حکومت باید د بشري حقونو ډلو ته اجازه ورکړي چې د ایران د خلکو د احتجاجونو په اړه مځکني حقایق وڅاري او رپوټ یې کړي، دویم ځل باید سوله ییز احتجاج کوونکي ونه وژل شي او نه باید انټرنیټ بند کړل شي، نړۍ دغه پېښې څاري".

د پاسداران انقلاب ځواک د فضایي چارو کمانډر امیر علي حاجي زاده د ایران سرکاري ټیلیویژن ته وویل "زه بشپړه ذمه واري پر غاړه اخلم او هر ډول پرېکړه چې کېږي زه به یې منلو ته غاړه ږدم":

"په هغه شپه موږ د هراړخیزې جګړې لپاره تیار وو، پاسدارانِ انقلاب ځواک غوښتنه کړې وه چې تجارتي پروازونه دې کېنسل شي خو زموږ غوښتنه نه وه منل شوې".

د یوکراین 737 بوینګ الوتکه د جنورۍ په 8مه سهار سپېدو مهال تر هغه څو ګنټې وروسته له پېښې سره مخ شوه او ولوېده چې ایران په عراق کې پر دوو امریکایي پوځي مرکزونه د بېلسټیک توغندیو بریدونه وکړل.

د فارس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د پاسدارانِ انقلاب ځواک له خوا د یوکراینۍ مسافروړونکې الوتکې د ویشتلو په ضد احتجاج کوونکي د تهران په امیر کبیر او شریف پوهنتونونو کې را غونډ شوي وو، چې د ځینو حکومتي چارواکو د استعفی غوښتنه یې کوله.

د امریکا ږغ د فارسي څانګې د خبر له مخې دغه احتجاجونه له پایتخت تهران څخه نورو ښارونو ته هم غزېدلي او د دې هېواد په درېیم لوی ښار اسفهان کې هم خلکو احتجاج کړی دی. په اسفهان کې احتجاج کوونکو داسې شعارونه ورکړي:

"خمیني یو قاتل دی او د ده واکمني جواز نه لري".

په ایران کې د حکومت په ضد د تازه احتجاجونو دا لړۍ تر هغه دوه میاشتې وروسته پیل شوې چې د تېلو د بیو د لوړوالي په ضد په نومبر کې وشوې او حکومت یې د مخنیوي لپاره له تشدده کار واخیست، چې د بخښنې د نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرېنشل په وینا 300 کسان پکې و وژل شول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG