لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې دپولیو د دوؤ بیلابیلو وائروسو اووه پېښې مخې ته راغلي دي


دپولیو دا نوې پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې دوه ورځې وړاندې دخیبر پښتونخوا په اتوؤ ضلعو کې د پولیو په ضد درې ورځنی کمپین پیل کړل شوی دی.

دصحت دمحکې چارواکي وایي دخیبر پښتونخوا د لکي مروت سیمې څخه د پولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره په تیر یو کال کې صوبه کې د پولیو د پېښو شمیره ۹۲ؤ ته رسېدلې خو ددې ترڅنګ دپښتونخوا بیلابیلو سیمو کې دپولیو د دوهم رقم (سي وي ډي‌ پي‌ وي۲) شپږ تازه پېښې هم مخې ته راغلي دی.

دپولیو دا نوې پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې دوه ورځې وړاندې دخیبر پښتونخوا په اتوؤ ضلعو کې د پولیو په ضد درې ورځنی کمپین پیل کړل شوی دی.

دپېښور دبېړنیو عملیاتو دمرکز له مخې دلکي مروت سیمه کې یو دوه کلن ماشوم ته دپولیو وائرس لګیدلي چې ددې سره دغه سیمه کې دتیر یوکال په مهال دپولیو دپېښو شمیره ۳۲ؤ ته رسېدلې ده.

دبېړنو مرستو مرکز وایي کوم ماشوم ته چې د پولیو وائرس لګیدلي هغه ته نه خو دپولیو دمخنیوي څاڅکي ورکړل شوي اؤ نه ورته ستنې وهل شوې وې.

لکي مروت دخیبر پښتونخوا هغه سیمه ده چې دتیریو کال په مهال پکې دپولیو تر ټولو زیاتې پېښې رامخې ته شوي دي اؤ له دې وروسته بنو سیمه ده چې په یو کال پکې د پولیو ۲۶پېښې رامخې ته شوې دي.

په پاکستان کې دتیر یو کال په مهال دپولیو دپېښو شمیره ۱۳۶ؤ ته رسېدلې ده.چې دې کې ۲۵پېښې په سندهـ،اته پنجاب،۱۱بلوچستان اؤ ۹۲خیبر پښتونخوا صوبه کې رامنځته شوي دي.

ددې ترڅنګ په پاکستان کې دپولیو دمخنیوي دمرکز مشر ډاکټر رانا صفدر مطبوعاتو ته ویلي چې دخیبر پښتونخوا څخه دپولیو دیو بل رقم وائروس شپږ تازه پېښې هم مخې ته راغلي دي.

دغه وائروس چې د “سي‌ وي ډي‌پي‌ وي ټو” په نوم یادیږي ددې نوؤ پېښو مخې راتلو سره یې ګرد پاکستان کې شمیره ۱۸ؤ ته رسېدلې ده.

ډاکټر رانا صفد ویلي د کال ۲۰۱۶م داپریل دمیاشتې نه د سي وي ډي‌ پي‌وي ټو ویکسین په مارکیټ کې نه موندل کیږي خو دنوؤ پېښو مخې ته له راتلو وروسته به اوس ددې دمخنیوي دپاره تګلاره جوړولی شي.

دخیبر پښتونخوا په اتوؤ ضلعو بونیر،چارسده،نوښار،مردان،صوابۍ،ملاکنډ،سوات اؤ مومند کې دپولیو دمخینوي درې ورځنی کمپین دوه ورځې وړاندې پیل کړل شوی اؤ ټاکل شوې ده چې دې کمپین کې به ۲۱لکو،۴۱زرو اؤ ۸۹۷ماشومانو ته دپولیو دمخنیوي څاڅکي ورکول کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG