لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دتاوتریخوالي کموالی به د اوربند لامل شي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي لومړی د افغانستان د دولت او خلکو غوښتنه اوربند و، خو د تاوتریخوالي پام وړ کموالی به چې موږ ورسره هوکړه کړې، د اوربند لامل شي او د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د سولې په پروسه او مذاکراتو کې د هغې د بریالي کېدو او ملاتړ لپاره له خپل ټول توان څخه استفاده وکړي.

د سولې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې د پنجشنبې‌ په ورځ دیني علماوو سره مشورتي غونډې ته خپله وینا کې ولسمشر غني ویليکله چې سولې ته ځو، باید تواضع ولرو، ځکه له تواضع پرته هدف ته نه رسېږو

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې مرستیالانواو د بېلابېلو کمېسیونونو رئیسانو سره هم لیدنې کړي اؤ هغوئ ته یې ویلي چې د سولې مشورتي لویې جرګې د لار نقشه ایجاد کړې او د سولې پروسه موخه نه، بلکې وسیله ده. موخه د جنګ او تاوتریخوالي له منځه وړل او د سولې تامین دی او دا کار یوازې په شعارونو نه، بلکې برنامه کېږي

ښاغلي غني د ټاکنو بریا د ملت، اساسي قانون، جمهوري نظام بقا او بریا وبلله او وې ویل، د زیاتو فشارونو باوجود یې د ولس په ملاتړ ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړې.

هغه په ټینګار سره زیاته کړه، هیڅوک د جمهوریت د ګډوډلو صلاحیت نه لري.

دافغانستان دسولې په اړوند ولسمشر اشرف غني د مشورو اؤ لیدنو دا لړۍ په داسې حال کې چټک کړې ده چې اوړمه ورځ په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي وؤ چې امریکا سره دسولې کوم تړون ته رسیدونکي دي په هغې کې افغان دولت سره دمذاکراتو هیڅ ذکر نشته.

طالبانو دتیرو قابو دوؤ کالو راهسې قطر کې امریکا سره د سولې خبرې پیل کړي اؤ دواړه خواوې وايي چې اوس دسولې په یوه غوڅ تړون موافق شوي چې ډير زر به پرې لاسلیکونه وکړل شي.

طالبانو تیره اوونۍ امریکایي پوځ سره یوې اوونۍ دپاره افغانستان کې د تشدد د کچې په راټيټولو هم موافقه کړې اؤ امریکایي چارواکي دتشدد دکچې راکمول د دائمي سولې دلارې هواریدو په معنا عمل بولي.

په عامه توګه داسې ګڼل کیږي چې ګنې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې نه وروسته به افغان شخړه هواره شي خو افغان خبریال سمیع یوسفزی تیره ورځ امریکا غږ ته ویلي چې له دې وروسته یو کړکیچن عمل دافغانانو دخپل منځني خبرو اؤ شخړو دهواري پیل دی چې کیدای شي اوږد وخت ونیسي.

هغه وایي دامریکا اؤ طالبانو دتړون په نتیجه کې به افغان لانجه ۲۳ فیصده هواره شي خو پاتې ۷۵فیصده لانجه به پسر پرته وي اؤ دغه اوږده شخړه به دافغان دولت ،طالبانو اؤ نورو افغان خواؤ ترمنځ خپل منځني خبرو کې هواريږي.

هر څو که دافغانستان ولسمشر اشرف غني له وړاندې څخه ویلي چې طالبانو سره دسولې خبرې باید دهغه دحکومت په مشرۍ وشي خو په افغان چارو عبور لرونکی خبریال رحیم الله یوسفزی بیا وایي چې دافغانستان ټولټاکنو کې داشرف غني دګټې اعلان دهغه دسیاسي مخالفینو په ګډون عبدالله عبدالله اؤ طالبانو هم نه دی منلی.

د ښاغلي‌ رحیم الله یوسفزي په وینا دامهال اندېښنه شته چې که وضعیت همداسې دوام وکړي نو دا به دطالبانو مخالفه حلقو کې د یو نسلي ویش لامل جوړیږي اؤ ددې په وجه به دافغانانو دخپل منځني خبرو اترو پړاؤ کرکیچن یا مشکل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG