لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوی ډیلی:قهرژنو مظاهرو اؤ داړې ګړي پېښو کې دمړو شمیره ۲۰ؤ ته رسېدلې


دهند پلازمینه نوي ډيلي کې د وګړتوب دقانون پسر د اتوار د ورځې راهسې پیل شوؤ دقهره ډکو احتجاجونو کې دمړو شمیره ۲۰ؤ ته رسېدلې اؤ د ۱۵۰ؤ نه زیات کسان ژوبل شوي دي.

د ډيلي په شمالي سیمو کې چرته چې زیاتره مسلمانان دیره دي،حالات همغسې کړکیچن دي اؤ دغلته په وضعیت دقابو موندلو په موخه پولیس اؤ نیم پوځي ځواکونه ځائ پرځائ کړل شوي دي.

په ډیلي کې دا قهرژنې مظاهرې په داسې مهال پیل شوې وې چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د دوؤ ورځو ‌په رسمي دوره هند کې موجود ؤ.

د نوي ډيلي وزیراعلي اروند کیجریوال د ډيلي ښار وضعیت کړکیچن بللی دی.

دچهارشنبې په ورځ هغه پخپل یو ټوئټ کې ویلي د ټولو هڅو باوجود پولیس د وضعیت په قابو کولو کې ناکام شوی دی.

هغه ویلي په اغیزمن سیمو کې سم د واره ګرځ بندیز پځائ کول اؤ پوځ رابلل پکار دي اؤ په دې اړوند هغه د کورنیو چارو وزیر امت شاه ته لیکلی خواست ورکوي

دنوي ډیلي په قهرژنو مظاهرو نن دهند کابینې اؤ امنیتي کمیټې بېړنۍ غونډه هم رابلل شوې ده چې پکې به دقامي سلامتۍ مشاور نورو غړو ته احوال تیروي.

صدر ټرمپ د دوشنبې په ورځ دهند احمد اباد ته رسېدلی ؤ چې له هغې وروسته دنوي ډیلي په شمال ختیز سیمو کې د وګړتوب دقانون په ضد له اړې ګړي ډکې مظاهرې پیل شوي اؤ ددغه قانون په پلوۍ اؤ مخالفت کې د راولاړو شوؤ کسانو ترمنځ دنښتو لړۍ پیل شوې ده.

داحتجاجونو اؤ اړي ګړي له پېښو وروسته چارواکو د ډيلي په شمال ختیزو سیمو کې دفعه ۱۴۴ هم پځائ کړې ده چې له مخې یې په لویو غونډو بندیز لګول شوی.

د ډیلي حکومت دنهې په ورځ په شمال ختیزو سیمو کې د ټولو دولتي اؤ غیر دولتي تعلیمي ادارو د تړلو امر کړی دی.

هندي میډیا ویلي پلازمینه کې دا قهرژن احتجاجونه د یو پلان لاندې په داسې موقعه پیل کړل شوي چې امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ هند کې موجود دی اؤ د اړي ګړي مقصد د صدر ټرمپ پام د هند د وګړتوب قانون ته ګرځول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG