لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرونا قابو موندلو دپاره دچین روغتیایي ډله دطبي سامانونو سره پاکستان ته رسېدلې ده


په کرونا وائروسو دقابو موندلو دپاره دچین یوه اته کسیزه طبي ډله د روغتیایي سامانو سره دخالي په ورځ پاکستان ته رسېدلې ده چې دغلته به دپاکستاني ډاکټرانو په ملتیا دکرونا وائروسو دخوریدو مخنیوي دپاره هلې ځلې کوي.

داسلام اباد په هوايي ډګر دچین دغه روغتیایي ډلې ته دهرکلي په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چین په هر سخت وخت کې دپاکستان ملګرتیا کړې ده اؤ اوس یې یو ځل بیا نړۍ ته وښودله چې چین دپاکستان ملګری دی.

دچین د ووهان ښار څخه نړۍ ته په چټکتیا سره خواره شوي کرونا وائروس دا مهال پاکستان کې په چټکتیا سره دخپریدو په حال کې دی اؤ تر دې مهاله په دې هیواد کې ۱۳۹۸کسان په دې وائروسو اخته شوي .

ددې ترڅنګ پاکستان کې په کرونا وائروسو ۱۱کسان مړه شوي هم دي چې په دې کې د څلورو کسانو تړاؤ دخیبر پښتونخوا صوبې سره دی.

دچین څخه راغلي ډاکټران به تر دوؤ اوونیو پاکستان کې ایسار وي اؤ دلته به پاکستاني کارپوهانو سره خپلې هغه تجربې شریکوي چې چین کې یې په دې وائروسو دقابو موندلو دپاره ازمائیلي دي.

شاه محمود قریشي ویلي “مونږ وړومبی ارزښت دصحت دمامورینو ژغورنې ته ورکوؤ ځکه چې هغوئ خپل سرونه په تلي کې اېښودلي اؤ دخلکو خدمت کوي”

دبهرنیو چارو وزیر ویلي پاکستان غواړي هیواد کې دموجود وینټي لیټرز شمیره یو په دوه کړي اؤ هم داشان دخلکو دمعائنه کولو توان هم سیوا کړي.

هغه وویل ډیر زر به یو داسې مشین( واک تهري اسکینر) هم پاکستان ته راورسیږي چې ورسره به د ټیسټ کولو توان سیوا شي.

تر دې مهاله چین په درېوؤ پړاؤنو کې پاکستان سره دکرونا وائروسو دمخنیوي دپاره طبي مرستې کړي دي چې هغې کې ۱۲زره د معائناتو الې،درې لکه ماسکونه،۱۰لکه حفاظتي جامې اؤ د ائیسولیشن روغتون جوړولو دپاره ۴۰لګه ډالر شامل دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG