لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا وائروسو مخنیوي دپاره نړیوال بانک پاکستان ته ۲۰کروړه ډالر مرسته ورکوي


نړیوال بانک د کرونا وائروسو دمخنیوي،د روغتیا د څانګې دپیاوړتیا اؤ د ټولنیزو اؤ اقتصادي ستونزو د راکمولو په غرض پاکستان دپاره د ۲۰کروړو ډالرو دمرستې منظوري ورکړې ده
نړیوال بانک د کرونا وائروسو دمخنیوي،د روغتیا د څانګې دپیاوړتیا اؤ د ټولنیزو اؤ اقتصادي ستونزو د راکمولو په غرض پاکستان دپاره د ۲۰کروړو ډالرو دمرستې منظوري ورکړې ده

نړیوال بانک د کرونا وائروسو دمخنیوي،د روغتیا د څانګې دپیاوړتیا اؤ د ټولنیزو اؤ اقتصادي ستونزو د راکمولو په غرض پاکستان دپاره د ۲۰کروړو ډالرو دمرستې منظوري ورکړې ده.

دپاکستان ډان ورځپاڼې دجمعې په ورځ د پاکستان دپاره د نړیوال بانک دمشر ایلنګو پټچاموتو له خولې ویلي چې نړیوال بانک پاکستان اؤ ددغه هیواد ولس ته د کرونا وائروسو په ضد جګړه کې مرستې ورکوي.

هغه ویلي پاکستان دا پیسې دکرونا وائروسو په ضد داخستل کیدونکو ټولو ګامونو په څار اؤ دبې وزله خلکو په مرستو لګولی شي.

پاکستان کې د کرونا وائروسو له امله د مړو شوؤ کسانو شمیره ۳۵ؤ ته رسېدلې ده اؤ دصحت محکمه وایي ۲۴۵۰کسان په دې وائروسو اخته شوي هم دي.

دپاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې ده چې د کرونا وائروسو له امله بې روزګاره شوؤ اؤ اړو کورنیو ته به د میاشتې ۳ زره روپۍ امدادي رقم ورکوي خو دپاکستان د وزیراعظم په دې پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کلکې نیوکې شوي دي چې څنګه به په درې زره روپۍ یوه بې وزله کورنۍ یوه میاشت دخپل کور لګښتونه وچلوي؟

د پاکستان حکومت ويلي کرونا وایرس د مخنیوي دپاره به په بیړنۍ توګه د ۵۰ مېلین ډالرو په لګښت طبي الات اخلي چې پکې به د وایرس د معلومولو دپاره د ټېسټونو الات، موبایل اېکسری مشینان او مريض ته په مصنوعي ډول د ساه رسولو الات شامل وي.

د روانې میاشتې په وړومبۍ نیټه دملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرم (یواین ډي پي) ویلي وؤ چې نړۍ کې دکرونا وائروسو په بېړې سره دخوریدو له امله دپرمختیایي هیوادونو په امدن کې د۲۲۰میلیونو ډالرو نه د زیان اندېښنې شته .

دپرمختیایي پروګرام لخوا یو بیان کې ویل شوي چې د کرونا وائروسو له امله د رامنځته شوي بحران څخه پرمختیایي هیوادونو ته نه یوازې د روغتیایي بحران ګواښونه ورپېښیدی شي بلکې په راتلونکو میاشتو اؤ کلونو کې ددغه هیوادونه د ټولنیزو اؤ معاشي کرکیچونو سره هم مخ کیدی شي.

د تازه شمېرو له مخې، دا مهال په ټوله نړۍ کې تر 51 زره زیات کسان له کرونا وایرسه مړه شوي او په دې ناروغۍ اخته کسان شاوخوا 10 لکه ته رسېدلي دي. یواځې په امریکا کې دا ناروغي تر اوسه تر دوه لکه 35 زره زیاتو کسانو ته ور پورې شوې او تر پینځه زره 6 سوه زیات کسان یې مړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG