لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې ۳۹۶ تبلیغیان په کرونا وائروسو اخته شوي، وزیراعلی بزدار


دپاکستان دپنجاب ایالت وزیراعلی ښاغلي عثمان بزدار وایي ددغه ایالت په ۳۳ ضلعو کې ۱۰زره اؤ ۶۳۳تبلیغیان په څارملنه کې اچول شوي اؤ په هغوئ کې ۲۹۶کسانو ته کرونا وائروس لګیدلي دي.

پخپله ټوئټر پاڼه ښاغلي عثمان بزدار لیکلي په ټول پنجاب کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۱۱۳۳ؤ‌ته رسېدلې ده اؤ کومو تبلیغیانو ته چې کرونا وائروس لګیدلي د هغوئ مناسبه پاملرنه روانه ده.

هغه زیاته کړې ده چې ۳۱۲ دکرونا پېښې په بیلابیلو زائرینو کې ریکارډ کړل شوي دي اؤ ۵۲۵ دکرونا ناروغان د بیلابیلو ضلعو سره تړاؤ لري .

پاکستان مرکزي او صوبایي حکومتونو نن د جمعې په ورځ‌ پرېکړه کړې چې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر په هېواد کې هغه ټول تبلیغیان په هغو جوماتونو کې قرنطین کړي چې دوی د تبلیغ لپاره ورغلي دي.

د حکومت د ګډې پرېکړې په پالیسۍ بیان کې راغلي چې دغه تبلیغیان به د قرنطین تر ټاکلې مودې وروسته خپلو کورونو ته پرېښودل کېږي.

مرکزي او صوبایي حکومتونو دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې د پاکستان په پنجاب، پښتونخوا او سیند صوبه کې په وروستیو ورځو کې لسګونه تبلیغانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی او څو تنه یې مړه شوي هم دي.

د پاکستان د تبلیغي جماعت یو مشر مولانا طارق جمیل وړمه ورځ په خپل یوه وروستي پیغام کې پر تبلیغیانو ږغ کړی چې د کرونا وایرس د خپرېدو سبب دې نه جوړېږي او چاته چې دغه وایرس ور پورې شوی هغوی دې د حکومت په وینا عمل وکړي:

د خیبرپښتونخوا حکومت د معلوماتو له مخې د رایونډ تر وروستۍ تبلیغي اجتماع وروسته دا مهال په ټوله صوبه کې له بهرنیو وګړو پرته ۴۰۰۰ زره تبلیغان په بېلابېلو سیمو کې جوماتونو ته د تبلیغ لپاره لېږل شوي‌ دي.

د پښتونخوا د وزیراعلی د اطلاعاتو مشیر اجمل وزیر وایي، حکومت یې د تبلیغي جماعت دیني تبلیغ ته احترام لري او وایي "زموږ لومړیتوب د هغوی حفاظت او بیرته ستنېدل دي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG