لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات کې په يوه شپه د کرونا وائرسه دوه کسان مړۀ شوي


دخيبر پښتونخوا په سوات سيمه کې په يوه شپه د کرونا وائروسو له امله دوه کسان مړۀ شوي چې دې سره په دغه سيمه کې دکرونا د مړو شوؤ ناروغانو شميره دريوؤ ته رسېدلې ده

دسوات ډپټي کمشنر ؤيوه ته منلې ده چې دغه دواړه د کرونا ناروغان دخالي په شپه د سيدو شريف روغتون کې مړۀ شوي دي.

سوات نه د وي او اى ډيوه د خبريال فياض ظفر له مخې پخ مړو شوړ کسانو کې يو خالد خان نوميږي چې تړاو يې د مينګورې سره دى او دبل تن نوم فضل ربي دى چې دبحرين سيمې استوګن او اوس،اوس د تبليغ نه راغلى ؤ.

په سوات کې تر دې دمه د کرونا وائروسو ۲۵ پېښې ثبت شوي او د ٦۵ؤ کسانو ټيسټونه اخستل شوي چې نتيجې يې لا مخې ته نه دي راغلي.

دکرونا وائروسو له امله په يوه شپه کې د دوؤ کسانو دمړينې سره سيمه کې سخته ويره خوره شوې ده او خلک په کورونو کې بند پاتې دي.

پاکستان کې د کرونا وائروسو د ناروغانو شمیره ۲۸۱۶ؤ ته رسېدلې اؤ ددې وائروسو له امله تر دې دمه د مړو شوؤ کسانو شمیره ۴۴ؤ ته رسېدلې ده.

د صحت دمحکمې شمیري ښایي چې دپاکستان پنجاب صوبه تر ټولو زیاته کرونا وائروسو ځپلې ده اؤ دغلته د کرونا ۱۱۳۳پېښې ریکارډ کړل شوي دي.

همدا شان په سندهـ ایالت کې دکرونا وائروسو ۸۳۰،خیبر پښتونخوا کې ۳۷۲،بلوچستان کې ۱۸۵،اسلام اباد کې ۷۸،ګلګت بلتستان کې ۲۰۶ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۱۲ پېښې مخې ته راغلي دي.

دصحت محکمه وایي تر اوسه په دغه هیواد کې ۱۷۰کسان د کرونا وائروسو څخه روغ شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG