لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د نجونو یوه ډله د کرونا وایرس د ناروغانو لپاره د موټر له پرزو وینټیلېټر جوړوي


واشنګټن ـــ په داسې حال کې چې د کرونا وایرس د مخنیوي په مبارزه کې د امریکې په ګډون د یورپ او نورې نړۍ په هېوادونو کې د ناروغانو لپاره د ساه اخیستلو مشینونه (وینټیلېټرز) کم دي، په افغانستان کې د روبوټ جوړوونکو نجونو یوه ډله هڅه کوي د موټر له پرزو ارزانبه وینټیلېټر جوړ کړي.

په افغانستان کې د ټیکنالوجۍ د یوې کمپنۍ مشره او د روبوټ جوړوونکو نجونو د ډلې مالي مرسته کوونکې رویا محبوب وایي، که د وینټیلېټر دا تجربه کامیابه شي او حکومت یې تایید کړي، نو دا به په بازار کې 300 امریکایي ډالره بیه ولري. اوسمهال په د وینټیلېټر بیه 30 زره ډالره ده. رویا محبوب وایي:

"زموږ ټیم د روغتیا له ځایي سپېشلسټانو او د امریکې د هاورډ پوهنتون له ماهرینو سره کار کوي چې د مېسچوسټ د ټیکنالوجۍ د انسټیوټ د ډیزاین په بنیاد لومړۍ نمونه تیاره کړي".

دغو افغانو نجونو د وینټیلېټر جوړولو کار وروسته له هغه پیل کړ، چې د هرات ولایت والي د کرونا وایرس د پېښو په زیاتوالي سره له مرکزي حکومته د ناروغانو لپاره د نورو وینټیلېټرو غوښتنه وکړه.

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې دغه نجونه د ټویوټا موټر- چې په افغانستان کې هر ځای شته- د انجنو او بېټریو پرزې را ټولوي او له هغه څخه هڅه کوي چې د ساه اخیستلو د دې نایابه مشین لومړۍ نمونه جوړه کړي.

هرات له ایران سره پر پوله پروت ولایت دی چې په وروستیو کې په زرګونو افغانان په ایران کې د کرونا وایرس تر خپرېدو وروسته ور ستانه شوي او له دې ناروغۍ تر ټولو زیات اغېزمن ولایت دی چې تر اوسه یې 313 کسان پرې اخته دي او 4 یې مړه کړي دي.

د دغو نجونو عمرونه له 14 تر 17 کلونو دي.‌ د دې ډلې مشرې سمیې فاروقي اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، د وینټیلېټر مرکزي برخه د امبو په نامه یوه خودکاره پلاسټیکي کڅوړه ده، چې روغتیایي کارکوونکي له ناروغانو سره په ساه اخیستو کې د مرستې لپاره کار ځنې اخلي. وایي دوی پخپله نمونه کې یو داسې مکېنیکل سیسټم لګولی چې دغه کڅوړه به پخپله او سم کار کوي:

"پېچلې برخه یې دا ده چې د پمپ وهلو وخت او فشار یې څنګه ترتیب کړل شي، ځکه چې بېلابېلو ناروغانو ته باید د هغوی عمر او حالت ته په کتو په بېلابېله اندازه او فشار سره هوا یا آکسیجن ورکړل شي".

افغانستان د درې نیم کروړه (35 میلینه) ابادۍ هېواد دا مهال یواځې 300 وینټیلېټره لري. د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وایي، چارواکو یې له متخصصینو او انجینېرانو غوښتنه کړې چې د وینټیلېټر په جوړولو کې د نجونو د دې ډلې مرسته وکړي.

"موږ د دغو خواریکښو نجونو او خویندو ستاینه او هڅونه کوو، چې د وینټیلېټر جوړولو لپاره هڅې کوي، مخکې له هغه چې دوی نور مشینونه جوړ کړي د وینټیلېټر لومړۍ نمونه به یې د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان د روغتیا وزارت له خوا تاییدېږي".

د یادونې وړ ده چې دغه نجونې د افغانستان تر څنګ په نوره نړۍ کې هم اوس د "روبوټ جوړوونکو افغانو نجونو" په نوم پېژندل کېږي او په ۲۰۱۷م کال کې امریکا کې د روبوټ په یوه سیالۍ کې د ګډون لپاره له ویزو ورکولو انکار ورته وشو، خو بیا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ‌ په امر ورته ویزې ورکړل شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG