لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقانون وزیر دپاکستان پارلیمان ته ویلي دکلبهوشن یادیو سزا نه ده ختمه کړل شوې


هغه پارلیمان ته ویلي چې د ارډیننس په راوړلو سره حکومت دکلبهوشن یادیو سزا نه ده ختمه کړې بلکې دهند مخه یې نیولې ده

دمخالفو ګوندونو له لوري پاکستان کې دحکومت لخوا دمخبرۍ په تور بندي هندي وګړي کلبهوشن یادیو ته د ارډننس دلارې په قضایي اسانیو په ورکولو له سختو نیوکو وروسته دهیواد دقانون وزیر پارلیمان ته ویلي چې حکومت د ارډیننس په راوړلو د کلبهوشن یادیو سزا نه ده ختمه کړې.

تر دې یوه ورځ وړاندې پارلیمان کې دستر حکومت مخالفه ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په حکومت تور لګولی ؤ چې د ارډیننس دلارې یې کلبهوشن یادیو ته این ار او یا دملي مصالحت په نوم خلاصون ورکړی دی.

دجمعې په ورځ دپاکستان دقانون مرکزي وزیر فروغ نسیم دقامي اسمبلۍ غونډې ته ویلي چې که چرې مونږ دکلبوشن یادیو په اړوند قرارداد مخې ته نه وی راوړی نو هند به دملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دپاکستان په ضد دنړیوالې محکمې د امر نه منلو قرارداد منظور وړاندې کړی ؤ .

هغه پارلیمان ته ویلي چې د ارډیننس په راوړلو سره حکومت دکلبهوشن یادیو سزا نه ده ختمه کړې بلکې دهند مخه یې نیولې ده چې دغه معامله باندې دملګرو دملګرو ملتونو امنیت شورا کې قرارداد پاس نه کړي.

تیرکال په ۲۴م مارچ د پاکستان پوځ ويلی وؤ هندي جاسوس کلبوشن ياديو یې د پاکستان او ايران پولې سره په نزدې علاقه کې نيولی و او د پاکستان پوځ د هغه يوه ويډيو خپره کړې چې پکې نوموړي ویلي و هغه د هندي ادارو لپاره کار کوي.

د کلبوشن پرضد په پاکستان کې د پوځي قانون لاندې د ترهګرۍ، ورانکارۍ او بېلتون خوښو د مالي مرستو په تور مقدمې چلول شوې په مجرم ګرځولو ورته په لسم اپرېل ۲۰۱۷م کې د مرګ سزا اورول شوې وه.

خو هند ددغه سزا په ضد نړیوالې محکمې ته اپیل کړی ؤ تیرکال دجولایي په میاشت دانصاف نړیوالې محکمې په دې اړوند خپله اورول شوې پرېکړه کې پاکستان ته امر کړی ؤ چې کلبهوشن یادیو ته ورکړل شوې سزا ته باید بیا کتنه وکړي اؤ ددې ترڅنګ دې هغه ته ډیپلوماټیک لاس رسی ورکړل شي.

دپاکستان دقانون وزیر ویلي د نړیوالې محکمې دپرېکړې په اساس پاکستان دکلبهوشن په اړوند پرېکړې ته دبیا کتنې پابند دی خو هند غوښتل چې مونږ باید دنړیوالې محکمې په پرېکړه عمل ونه کړو.

دقانون وزیر وویل “د نړیوالې محکمې د پرېکړې په نظر کې نیولو سره حکومت ارډیننس راوړی دی اؤ مونږ ته د یو مسول ریاست په توګه دنړیوالې محکمې په پرېکړو عمل کول دي”

هغه وویل اپوزیشن ګوندونه نیوکې کوي چې د ارډیننس راوړلو نه وړاندې هغوئ ولې بې خبره ساتل شوي وؤ خو دنوموړي په وینا دائین د ۸۹مادې په اساس که چرې دپارلیمان غونډه نه کیږي نو ګورنر یا صدر ارډیننس نافذولی شي.

تر دې دمخه تیره اوونۍ د پاکستان حکومت اسلام اباد هائیکورټ ته عریضه کړې وه چې د جاسوسۍ په تور کې سزاوار کړي هندوستاني کلبهوشن یادیو ته دې وکیل مقرر کړي.

خو د پاکستان د باندینو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې کلبهوشن یادیو د خپلې سزا خلاف اپیل نه کول غواړي بلکې د بخښنې خواهش لري.

دقانون وزیر دسپیناوي په توګه ویلي دانصاف دنړیوالې محکمې دپرېکړې ژبې ته به کتل وي اؤ دهغې تر مخه دیادیو دسزا یا وکیل په اړوند هائیکورټ ته عریضه کول یوه موثره لاره وه

د پاکستان دعوا ده کلبهوشن د هندي سمندري ځواک افسر دی او هغه د هندي خفیه ادارې را لپاره کار کولو خو هند دغه تورونه ردوي اؤ وایي چې کلهبوشن دسمندري ځواک ماموریت پخوا پرېښودلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG