لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي اېم د عوامي نيشنل ګوند په اړه د اعجاز شاه په بيان احتجاج کړی


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ پي ډي اېم [پاکستان ډېمو کرېټک مومنټ] د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه په بيان احتجاج کړی دی او د مولانا فضل الرحمان په وېنا اعجاز شاه اعتراف کړی دی چې په پاکستان کې اصل ترهګر څوک دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه په 31م اکتوبر په پنجاب کې یوې دستورې ته په وینا کې ویلي ؤ د عوامي‌ نيشنل ګوند د مشرانو پرضد مرګوني بریدونه د ترهګرۍ پرضد بیانونو په ځواب کې طالبانو کړي وو.

اعجاز شاه په دغه بیان کې په ځانګړي توګه د بلور کورنۍ او د میا افتخار حسین د وژل شوي ځوي یادونه هم کړې وه.

عوامي نيشنل ګوند په دغه بيان د اعجاز شاه نه د استعفا غوښتنه کړې او په 11م نومبر يې اسلام اباد ته د لاريون اعلان کړی دی.

پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [8 نومبر] په اسلام اباد کې د پي ډي اېم د غونډې وروسته د غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان مطبوعاتو سره په خبرو کې د غونډې احوال تېر کړو او وې ویل په غونډه کې د اعجاز شاه بيان وغندل شو او احتجاج پرې وشو.

هغه وویل، اعجاز شاه په خپل بيان کې اعتراف کړی دی چې په تېرو وختونو کې د عوامي نيشنل ګوند مشر ان او غړي ولي وژل شوي وو؟ او په راتلونکو ورځو کې يې مسلم ليګ ته دهړکه ورکړې ده چې هغوی دغه لار خپلوي هغوی به هم ووژل شي.

"دا د رياست په کچه اعتراف دی چې په پاکستان کې اصل ترهګر څوک دي. د سياسي ګوندونو مشران او غړي وژونکي اصل قوتونه څوک دي؟ مخې ته ترهګر ساتل شوي او په شا يې په رياستي کچه منصوبه بندي ولې کيږی؟ په دې هم په غونډه کې خبره وشوه".

مولانا فضل الرحمان وویل، که په راتلونکې کې دغه ډول پېښې کيږي يا د پي ډي اېم جلسې په نخښه کيږي دوی ته يې زمه وار د وړاندې نه مالوم شو.

هغه په خپلو خبرو کې په 19م اکتوبر په کراچۍ کې د مریم نواز د مېړه (ر) کپټن صفدر د نیولو او دغه پېښې يادګېرنه وکړه چې د پوځ مشر د دغه پېښې د پلټنو ويلي ؤ چې په لسو ورځو کې به د هغې رپورټ وړاندې کړی شي خو درې اوونۍ تېرې شوې خو تراوسه ځواب ور نه کړی شو، په غونډه کې په دې اندېښنه څرګنده کړی شوه.

مولانا وويل پرېکړه وشوه چې په 13م نومبر به د پي ډي اېم د سټيرينګ کمېټۍ غونډه کيږي او په 14م نومبر به په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه په ګډه د راتلونکې دپاره يوه لوظنامه [ميثاق] کوي.

نوموړي په غونډه کې د شوؤ نورو خبرو تفصيل هم وويلو.

د پي ډي اېم په پرونۍ غونډه کې د مسلم ليګ ن مشر نواز شریف او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د لندن نه د ويډيو لنک د لارې ګډون کړی دی.

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

پي ډي اېم تراوسه پورې د حکومت پرضد د پنجاب په ګوجرانواله، د سيند په کراچۍ او بلوچستان په کوټه کې احتجاجي جلسې کړي دي.

ياد غورځنګ په 22م نومبر په پېښور، په 30م نومبر ملتان او په 13م دسمبر په لاهور کې د جلسې اعلان کړی او په جنورۍ کې يې اسلام اباد ته د لانګ مارچ اعلان کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG