لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استخباراتي چارواکي وایي دترهګرو هغه افغان ډله یې نیولې ده چې دهند په لمسه یې پاکستان کې ترهګري کول غوښتل


دپاکستان استخباراتي شبکې دعوه کوي چې دامنیتي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې یې افغانستان سره تړاؤ لرونکې دترهګرو هغه ډله دلاهور څخه نېولې ده چې دهند داستخباراتي شبکې په مرسته یې غوښتتل پاکستان کې ورانکاري وکړي.

ډان ورځپاڼې پخپل راپور کې لیکلي دافغانستان سره دتړاؤ لرونکې ترهګرې ډلې دا پینځه غړي دچهارشنبې په ورځ دلاهور په شاهدره سیمه کې د استخباراتي شبکې اؤ دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعملیاتو په ترڅ کې هغه مهال نیولي چې دسول سیکرټریټ مخې ته یې دبمي چاودنې دپاره پلان جوړولو.

راپور کې راغلي چې دنیول شوؤ کسانو دموبائیل فونونو څخه د وهل شوؤ زنګونو د ریکارډ معلومولو څخه وروسته دا خبره مخې ته راغلې ده چې هغوئ افغانستان کې دهند داستخباراتي شبکې (را)د چارواکو سره تماسونه نیولي وؤ اؤ هغوئ یې پاکستان کې دترهګرۍ ډاډګیرنه کوله.

دنیول شوؤ ترهګرو نومونه ثمرقند اؤ عبدالرحمان ښودل شوي اؤ عمران، وزیرګل اؤ عصمت الله یې همکاران ښودل شوي چې دغه درې واړه کسان هم نیول شوي دي.

داستخباراتي سرچینو له قوله په رپورټ کې ویل شوي چې نیول شوؤ کسانو ته دافغانستان دملي امنیت یو چارواکي چې دقاري مجیب الرحمان په نوم پیژندګلو لري،لاهور کې د چاودنې ذمه واري ورسپارلې وه.

دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو ویاند بیا دا دعوه هم کړې ده چې مجیب الرحمان شاوخوا درې میاشتې وړاندې پاکستان ته تللی ؤ اؤ نیول شوؤ کسانو عبدالرحمان اؤ ثمرقند هم پرله پسې افغانستان ته سفرونه کول خو کله چې ورته موقعه برابر شوه نو غوښتل یې لاهور کې دسول سیکرټریټ مخې ته د ماین چاودنه وکړي.

ویاند ویلي دواړه نیول شوي ترهګر دافغانستان دننګرهار ولایت دسرښار جلال اباد سره تړاؤ لري خو لویې شوي پاکستان کې دي اؤ استخباراتي شبکو له تیرو شپږو میاشتو راهسې دهغوئ څارنه کوله.

استخباراتي شبکې دا هم وایي چې د نیول شوؤ ترهګرو څخه چاودیدونکي مواد،یو لاسي بم،تمانچه،کارتوس،دسول سیکرټریټ اؤ لاهور هائیکورټ خاکې، دپاکستان جعلي شناختي کارډونه،دافغانستان تذکرې اؤ دافغانستان پیسې هم ترلاسه شوي دي.

دافغانستان اؤ هند چارواکو لا تر دې دمه دپاکستان داستخباراتي شبکو په دې دعوه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

دنومبر په ۱۴مه نېټه دپاکستان پوځي ویاند سره یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا مهال دپاکستان خارجه وزیرشاه محمود قرېشي هندوستان باندې تور لګولی ؤ چې پاکستان کې ترهګري کولو او بې ثباتۍ پېدا کولو لپاره افغانستان کې د یو شمېر نړیوالو غیرقانونه ترهګر ډلو د روزنې مرکزونه لري.

په دغه مهال بابر افتخار ویلي وؤ دغه ثبوتونه ښکاره کوي چې افغانستان کې د هند سفارت او د پاکستان د سرحدي‌ پولې سره نزدې هندي قونصلګرۍ د پاکستان خلاف د ترهګرو سره د مرستې کولو مرکزونه جوړ شوي دي.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت اؤ پخپله هند دپاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي اؤ دحققیت څخه یې لري بللي وؤ .

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت دپاکستان لخوا لګول شوؤ دغو تورونو ته په غبرګون ویلي وؤهیڅ کله به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG