لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایف جی:دکال ۱۹۹۰ نه تر کال۲۰۰۲۰م پاکستان کې ۱۳۸خبریان وژل شوي


دخبریالانو نړیوالې اتحادیې( ایي ایف جی) دنوي کال دپیل نه وړاندې دپاکستان اؤ هند په ګډون پینځه هیوادونه د په نړۍ کې دعملي صحافت کولو دپاره زیات خطرناک بللي دي.

د ایي ایف جی د رپورټ ترمخه په کالدکال ۱۹۹۰ نه تر۲۰۲۰م عراق دخبریالانو دپاره تر ټولو خطرناک هیواد ؤ چې دغلته ۳۴۰ خبریالانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

تر دې وروسته په دوهم نمبر میکسیکو یاد کړل شوی اؤ ویل شوي چې په یاده موده کې دغلته ۱۷۸خبریالان وژل شوي دي.

فلپائن په دې نوملړ کې په دریم نمبر دی چرته چې۱۷۸ خبریالانو خپل ژوند دلاسه ورکړی اؤ اؤ په څلورم نمبر بیا دپاکستان نوم یاد کړل شوی دی.

دکال ۱۹۹۰ نه دکال۲۰۲۰م په موده دپاکستان دننه ۱۳۸خبریالانو خپل ژوند بائیللی دی.خو هندوستان چې په یاد نوملړ کې په پنځم نمبر راغلی دغه هیواد کې بیا په دې موده کې ۱۱۶ خبریالان وژل شوي دي.

د خبریالانو ود نړيوال تنظيم ار ايس ايف د پاکستان څانګې مشر اقبال خټک روانه اوونۍ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ پاکستان کې خبریالان د سخت فشار سره مخ دي، هر وخت ورته ګواښونه کيږي او ډېر په سختو حالاتو کې جرنلزم کوي او که څوک سختې پوښتنې راولاړوي نور د سختو حالاتو سره مخ کيږی.

هغه زیاته کړې وه پاکستان کې په رياستي کچه د ښو او بدو خبریالانو توپير روان دی چاته ښه او چاته بد ويل کيږي او د هغې نتيجه دخبریالانو د وژنو اؤ ځورؤنو په شکل کې مخې ته راځي.

دبشري حقونو دڅار نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ سږکال د ستمبر په میاشت کې ویلي وؤ چې پاکستان پر مطبوعاتو د بندیز لپاره له خپلسره نیولو، بندي ساتلو او د جرم له بې بنیاده مقدمو د اوزار په توګه کار اخلي،

د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټیکټ جرنلسټس په دې وروستیو کې ویلي وؤ پاکستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې خطرناک هېواد دی او دلته په تېرو شلو کلونو کې تر دګڼ شمیر خبریالانو د وژل کیدو ترڅنګ زیات خبریالان په زوره بې درکه شوي او تشدد ورباندې شوی دی.

خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان بیا دعوه کوي چې پاکستان کې په مطبوعاتو بندیز نشته اؤ د اروپا نه هم ورته زیاته ازادي ترلاسه د

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG