لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دعمران خان کور ته احتجاج دپاره روان استاذان په کوتکونو وهل شوي اؤ اوښلن ګیس پرې ویشتل شوی


دپاکستان د وزیراعظم عمران خان دکور مخې ته دخپلو غوښتنو په پلوۍ احتجاج دپاره روان په سوؤنو ښځینه اؤ نارینه استاذان دپولیسو لخوا په کوټکونو وهل شوي چې پکې په لسګونو ژوبل شوي اؤ ګڼ شمیر نور نیول شوي هم دي.

پاکستاني مطبوعات وایي دپنجاب د۳۶ؤ ضلعو څخه شاوخوا ۷۰۰ ښځې اؤ سړي استاذان تیره ورځ دخپلو غوښتنو په پلوۍ اسلام اباد ته داحتجاجي پرلت دپاره ورټول شوي وؤ‌ اؤ وروستو یې وغوښتل اسلام اباد سره پیوست په بني ګاله سیمه کې د وزیراعظم عمران خان دکور مخې ته احتجاج له ورشي.

مطبوعات وایي کله چې دا مظاهره چیان د وزیراعظم کور ته غځېدلې لویې لارې ته سم شول نو پولیسو یې مخه ونیوله اؤ ورته یې وویل چې هغوئ باید په وړاندې لاړ نه شي.

خو مظاهره چیانو چې د وړاندې تګ هڅه وکړه نو پولیس په کوتکونو ووهل اؤ اوښلن ګیس یې پرې هم وغورځولو چې له دې امله په لسګونو استاذان ژوبل شوي اؤ د استاذانو اتحادیه دعوه کوي چې دهغوئ ګڼ شمیر کسان پولیسو نیولي هم دي.

دپنجاب دغو استاذانو دهغه حکومتي تګلارې په ضد احتجاج پیل کړی چې له مخې به په عارضي توګه دبهرتي کړل شوؤ استاذانو دجملې څخه یوازې هاغه استاذان په نوکریو پخولی شي چاچي دپبلک سروس کمیشن امتحان پاس کړی وي یا یې انټرویو ورکړي وي.

استاذان دریځ لري چې هغوئ په کلونو،کلونو دتعلیم څانګه کې خدمات ترسره کړي اؤ که اوس دهغوئ نوکرۍ نه پخول کیږي نو دا به دوئ سره زیاتی وي.

خو د استاذانو ددې احتجاج یا دریځ په هکله لا حکومتي غبرګون په رسمي توګه مخې ته نه دی راغلی

پولیس سرچینې وایي د پولیسو سره ددغه اخ و ډب باوجود یو شمیر استاذان بني ګاله ته په رسیدو کې بریالي شوي خو ځېنو نورو بیا په ملپور چوک کې پرلت ووهلو اؤ مری ته غځېدلې لاره یې وتړله.

رسنۍ وایي وروسته دسلام اباد ډپټي‌ کمشنر دمظاهره چیانو سره څو پړاؤ کې مذاکرات وکړل اؤ هغوئ ته یې د دوئ دغوښتنو منلو باور ورکړو چې له دې وروسته دغو استاذانو په بني ګاله کې خپل احتجاج پائ ته رسولی دی.

داستاذانو داتحادیې مشر قاسم بخاري بخاري رسنیو ته ویلي داسلام اباد انتظامیې ورته دهغوئ دغوښتنو منل کیدو باور ورکړی اؤ که غوښتنې یې ونه منل شوې نو د یوې ورځې په نوټس به بیا ټول استاذان په بني ګاله کې احتجاج ته ورټول شي.

XS
SM
MD
LG