پاکستان کې دکرونا وایرس دخوریدو لړۍ لا پسې چټک شوې اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې دا وایرس نورو 4767 کسانو ته ورپورې شوی اؤ 57 پرې مړه شوي هم دي.
پاکستاني میډيا وایي په تیرو نهو میاشتو کې دا وړومبی ځل دی چې په یو شواروز کې دومره ډیر کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.
دکرونا دشمیرو دپاره دپاکستان دحکومت لخوا د جوړې دولتي ویب پاڼې له مخې په تیرو څلیریشتو ساعتو کې په هیواد کې د کرونا دمثبتو پېښو کچه 10 اعشاریه څلور پاتې شوې ده.
په کرونا وایرس د 57 نورو کسانو دمړینې سره پاکستان کې تر اوسه په دې وایرس دمړو شوؤ کسانو شمیره 14158 ته رسېدلې ده اؤ شپږو لکو اؤ 54591 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.
شمیرې ښایي چې دا مهال پاکستان کې دکرونا فعال کیسونه 44447 دي اؤ له دې ناروغانو دجملې څخه د 2500 نه د زیاتو وضعیت اندېښمن ښودل شوی.
د تیرو پینځوؤ ورځو راپدیخوا پاکستان کې د کرونا وایرس دخوریدو کچه لوړه شوې ده اؤ دکرونا دچارو دڅار دپاره د جوړ دولتي مرکز این سي او سي مشر اؤ مرکزي وزیر اسد عمر وایي چې که صورتحال همداسې پاتې شو نو حکومت ته به د وړاندې نه پرځائ کړل شوي بندیزونه نور هم سختول ورپغاړه شي.
ټاکل شوې ده چې دکرونا وایرس دخوریدو دمخنیوي په لارو چارو دغور کولو دپاره د این سي او سي غونډه نن (اتوار) پرله پسې په دویمه ورځ هم کیږي.
تر دې وړاندې این سي او سي د کرونا وایرس نه دځان ساتنې په سپارښتنو دعمل نه کوونکو په ضد دسختو ګامونو اخستو امر کړی ؤ اؤ دکرونا ضد ویکسین دلګولو په کمه شمیره یې اندېښنې ښکاره کړې وې
پاکستاني مطبوعات وایي د وزیراعظم عمران خان په کرونا وایرس داخته کیدو نه وروسته دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرستیاله مشره مریم نواز اؤ دپي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان هم ناروغه شوي اؤ خپل ټول سیاسي فعالیتونه یې ځنډولي دي.
مطبوعات وایي د مریم ستونی خوږیږي اؤ سختې تبې هم نیولې ده چې له دې امله هغې خپل دکرونا ټیسټ کړی خو لا واضحه نه ده چې ایا هغه هم په کرونا وایرس اخته ده اؤ که هسې ناروغه ده.
دمولانا فضل الرحمان په هکله مطبوعاتو ویلي چې هغه تبې نیولی خو د کرونا وایرس ټیسټ یې منفي راغلی دی.
تر دې وړاندې هم دپاکستان ګڼ شمیر نور سیاسي اؤ حکومتي مشران په کرونا وایرس اخته شوي اؤ یو شمیر دپارلیمان غړي اؤ وتلي شخصیات په دې وایرس مړه شوي هم دي