لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فواد چوهدري: بر کوهستان کې پر چینایي وګړو "برید" د ترهګرۍ پېښه ښکاري


واشنګټن ـــ د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري وایي، د بر کوهستان په داسو ضلع کې پر چینایي انجینېرانو د برید شواهد موندل شوي او د پېښې له ځایه بارود تر لاسه شوي چې وایي امکان لري دا به د ترهګرۍ پېښه وي.

فواد چوهدري د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ پر ټویټر لیکلي "د داسو پېښې ابتدایي پلټنو د چاودېدونکو موادو موندل تایید کړل، په دې پېښه کې د ترهګرۍ امکان نه شي ردېدای".

چودري وایي وزیراعظم عمران خان په شخصي توګه د بر کوهستان د پرونۍ پېښې څارنه کوي، وایي په دې لړ کې حکومت په اسلام اباد کې د چین له سفارت سره په همکارۍ د ترهګرۍ په ضد د جګړې اراده لري.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، د داسو د پېښې لومړنۍ پلټنې ښیي چې دا د ترهګرۍ پېښه نه بلکې یوه عادي پېښه ده.

قرېشي د جولای پر 14مه په دوشنبې کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په څنډه کې د چین د خارجه چارو له وزیر وانګ یي سره لیدلي او چینایي سیال پرې د پېښې د پلټنې او ذمه وارو کسانو د نیولو ټینګار کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي قرېشي ته ویلي که دا د ترهګرۍ پېښه وي نو پکې لاس لرونکي کسان دې ژر تر ژره ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.

د چین خارجه وزارت په خپل بیان کې ویلي، وانګ یي خپل پاکستاني سیال ته ویلي، د چین خلک په پاکستان کې د زیات شمېر چینایي کارکوونکو د وژنو پر پېښو اندېښمن دي.

د شورو- چارشنبې په ورځ سهار وختي د بر کوهستان په سیمه کې د داسو ډېم کارکوونکي په یوه سرخلاسې لارۍ کې سپاره وو، چې بس یې د حادثې ښکار شو او په نتیجه کې یې د نهو چینایي انجینېرانو په ګډون 13 تنه و وژل شول.

چارواکي ویلي وو په وژل شویو کسانو کې دوه پاکستاني ملېشه پوځیان او دوه عام کسان دي او 27 نور ټپیان شوي دي.

د دې پېښې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې هم په پاکستان خصوصاً بلوچستان کې له سیپېک سره پر تړلو چینایي وګړو بریدونه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم پخپل یو بیان کې دا عادي پېښه بللې وه او ویلي یې وو چې لارۍ د ګېس سلنډر د چاودنې له کبله یوې کندې ته لوېدلې وه، خو په اسلام اباد کې د چین سفارت دا چاودنه بللې ده.

د چین خارجه وزیر هیله څرګنده کړې چې پاکستاني چارواکي به ژر تر ژره د پېښې له سببه دوی خبر کړي او د اغېزمنو کسانو د علاج او ژغورنې ډاډ به په هر حالت کې ورکړي.

وانګ یي غوښتنه کړې چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره باید اغېزمنه تګلاره جوړه شي، وایي پاکستاني چارواکي باید د بر کوهستان له پېښې په سبق اخیستو سره په پاکستان کې د چین- پاکستان پر مختلفو منصوبو د کارکوونکو چینایي وګړو امنیت ته ځانګړی پام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي چې د ټپي شویو چینایي وګړو په علاج کې به هیڅ کوتاهي ونه کړي او خپل چینایي سیال ته یې ډاډ ورکړی چې د دې پېښې بشپړه پلټنه به کوي او چینایي چارواکي به ترې خبروي، همدارنګه په پاکستان کې د چینایي کارکوونکو امنیت به هم باوري کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG