لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې دجمهوریت تاوان به دټولې سیمې په زیان وي.دڅېړونکو بحث


سیاسي فعالین اؤ څېړونکي وایي که افغانستان کې حالات خرابیږي نو پاکستان هم ددغو حالاتو دبدو اغېزو نه خوندي نه شي پاتې کیدای ځکه نو ګاونډي هیوادونه باید دافغانستان په امن کې خپل کوټلی رول ولوبوي.

دخالي یا شبنې په ورځ دپېښور په باچا خان مرکز کې د سيمې د امن په موضوع راجوړې شوې یوه غونډه کې دافغانستان په روانو حالاتو بحث شوی دی اؤ وینا والو دافغانستان په اړه دپاکستان په تګلاره کلکې نیوکې کړي دي.

غونډې ته وینا والو پخپلو ویناؤ کې ویلي که افغانستان کې جمهوریت ته زیان رسیږي نو د تاوان سره به يې ټول دپاکستان په ګډون ټوله سیمه مخ کیږي.

دې غونډه کې ګڼ شمير زده کوونکو ،څېړنکارو ،لیکوالو او سياسي فعالینو برخه درلوده،

د غونډي ګډون والو ويلي که چيرته د افغانستان امنيت پرځائ کولو کې نړيوالو او ګاونډي هيوادونو دخپلې برخې مثبت رول ونه لوبولو نو نتيجې به يې د ټولو دپاره بوګنوونکې وي.

په دغه مهال دعوامي نیشنل ګوند د کلتور دڅانګې مشر اؤ وتلي څېړنکار خادم حسين وي او ای ډيوه ته ويل که چيرته په افغانستان کي نظام ړنګ کړی شو او تندلاري په واک کي راغلل نو نتيجه به یې دا وي چې په پاکستان اؤ ټوله سیمه کې به ورسره ترهه ګري سيوا شي.

ښاغلی خادم حسین وایي دطالبانو په زور افغانستان قبضه کولو سره یوه ویره دا هم شته چې په ژبنیو بنیادونو به دې خطه کې اړی ګړی جوړ شي، او د دي ترڅنګ به په سيمه کې جمهوريت او د ولس خپلواکي به پشا لاړه شي.

نوموړي وويل دسيمې روان وضيعت داسې دی چې يو سوړ جنګ د امريکې او چين ترمينځ پیل کړي دهغې په اساس افغانستان کې د نظام ړنګولو دپاره يو قسمه نړیوال ترهګر نيټ ورک په وجود کې راغلي دی،

دخادم حسین په وینا که چيرته دغه تر هګر نيټ په خپلو هڅو کې بريالی شي نو سيمه کې به ترهګري نوره سيوا شي۔

هغه وایي د سيمې سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او رسنيو ته پکار ده چې افغانستان کي د امن ملاتړ وکړي، د نظام ملاتړ وکړي او د ترهګرو دنيټ ورک د بيانیې غندنه دې وکړي۔

غونډه کې په دې خبره ټينګار وشو چې بايد په روانو حالاتو کې هر يو وګړی خپله برخه کردار په مثبته توګه ترسره کړي،عام اولس کې د جمهوري سوچ رابرڅېره کولو دپاره عصري ټیکنالوژي وکاروي او دجهمور پاله ډلو ملګرتيا دې وکړي.

په دې موقعه ليکوال او څيړن کار نور الامين يوسفزي وويل چرته چې قومي رياستونه ماتيږي نو هلته به خلک دانه وانه کيږې، ذاتي مفاد زیاتیږي ، جنګي اقتصاد وده کوي، اوجګړې جوړيږې.

نورالامین یوسفزي وویل اسلام دشخصي ګټو دپاره دداسي جګړو نفي کوي ځکه چې اسلام د امن، مينې او رور ولي دين دی او جوړجاړي ته اهميت ورکوي،

"اسلام جرګې او خبرې اترې ته فوقيت ورکوي او بيا اسلام د کلمي وروڼو سره دخواخوږۍ لاره ښایي څه ډول چې زمونږ دافغانستان روڼه دي ،په دې وخت کې د اسلام د اصولو ترمخه پاکستان او د سيمې نورو هيوادونو له د افغانستان د رياست ملاتړ پکار دی"

دپېښور داسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو دڅانګې استاد شاه نواز مشال ناستو ځوانانو ته وويل که چيرته افغانستان کي جمهوريت له منځه لاړ نو ډېر تاوان به یې وي.

هغه وویل افغانستان کې دجمهوریت زیانمیدو سره به په عموعي توګه د سيمې سياست اغيزمن شي، تندروه سوچ به پرمخ لاړ شي او معيشت به د ډېر زيان سره مخ شي.

نوموړي وويل ترهه ګر د هيچا ملګري نه دي، ترهګر یوازې ترهګري وي، که ځنې قوتونه سوچ لري چي وسله وال په واک کې راشي نو دوئ به ګټې ترلاسه کړي خو دا خام خيالي ده،

هغه وایي دې اور ته لمن نه ده وهل پکار بلکې د امن په عمل کي مرسته پکار ده.

شاه نواز مشال وایي داسې نه ښکاري چې د افغانستان په قضيه کي ګاونډي هيوادونه د افغانستان مرسته کوي بلکې د دولت په ضد قوتونه سره ولاړ ليدل شي کومه چې د حيرانۍ خبره ده

XS
SM
MD
LG