لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان لوبډلې پخپله غوره لوبه دپاکستان د وزیراعطم له خولې هم خپل صفتونه ویستلي


عمران خان چې پخپله هم سیاست ته له راتلو وړاندې دکرکټ یو وتلی لوبغاړی پاتې شوی ،هغه په ټویټر لیکلي چې تراوسه یې یوه لوبډله هم دومره په چټکتیا نړیوال کرکټ کې پخپل ځائ جوړولو اؤ دسیالیو دغیرمعمولي وړتیا په ترلاسه کولو نه ده ده لېدلې.

دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې که هرڅو د T-20 کرکټ دنړیوال جام په سیالیو کې دجمعې په ماسخوتن په پاکستان دکرکټ سیالي بایللې خو پخپله غوره لوبې کولو دغې لوبډلې دنورو ډیرو خلکو ترڅنګ دپاکستان د وزیراعظم عمران خان له خولې هم خپل صفونه ویستلي دي.

دپاکستان لخوا په دوبۍ کې دترسره شوې دغه سیالۍ نه سمدستي وروسته دپاکستان وزیراعظم عمران خان په ټویټر ولیکل دافغانستان لوبډلې زړه پورې لوبه وړاندې کړه

عمران خان چې پخپله هم سیاست ته له راتلو وړاندې دکرکټ یو وتلی لوبغاړی پاتې شوی اؤ تر اوږدې مودې یې دپاکستان دکرکټ دملي لوبډلې مشري هم کړې ده،هغه په ټویټر لیکلي چې تراوسه یې یوه لوبډله هم دومره په چټکتیا نړیوال کرکټ کې پخپل ځائ جوړولو اؤ دسیالیو دغیرمعمولي وړتیا په ترلاسه کولو نه ده ده لېدلې.

عمران خان زیاته کړې ده چې افغان ملي لوبډله کې دسیالۍ دې توان اؤ استعداد ته په کتلو سره دهغه په اند افغانستان کې دکرکټ راتلونکی روښانه دی.

اسلام اباد کې میشت سینئیر خبریال طاهر خان وایي هغه په ټولنیزو رسنیو ویني چې دپاکستان لخوا دلوبې ګټلو وروسته دپاکستانیانو اکثریت که یو خوا خپلې لوبډلې ته مبارکۍ ورکوي نو نو ترڅنګ دافغان لوبډلې لخوا په غوره لوبې ښودلو دهغوئ ستائنې هم کوي .

افغان خبریال بلال سروري هم بیا وایي چې په لوبه کې ګټه اؤ تاوان د لوبې یوه لازمه برخه وي خو په کوم جرات چې افغان لوبډلې دا سیالي ترسره کړه دخپل قام قام په ګډون یې دټولې نړۍ دکرکټ دکروړونو مینه والو زړونه ګټلي دي.

بلال سروري وایي همدا اصل افغاني اتلان دي چې په بې وزلۍ اؤ وینې توئیدنې په ګډون دستونزو نه ډک چاپیریال کې دخپلو وطنوالو په مخونو دخوشحالیو خورولو لامل جوړیږي

پاکستان د جمعې په ماسخوتن په دوبۍ کې د T-20 په دنړیوال جام په سیالۍ کې افغانستان ته په پینځو وکټو ماتی ورکړې وه.

په خپل لومړي اننګز کې افغانستان په 20 اورونو کې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو پاکستان ته ګټې دپاره د 147 هدف ورکړی چې دغه هدف پو نولسو اوورونو کې پاکستاني لوبډلې د فشار په ډک چاپیریال کې سرته رسولی ؤ .

د افغانستان په ضد ګټې سره پاکستان د T-20 خپلې درې واړه سیالۍ ګټلې دي. د دې مخکې نه پاکستان د هندوستان او نیوزي لېنډ نه مېچونه ګټلي دي.

افغانستان تراوسه د سکاټ لېنډ نه یوه سیالي ګټلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG